طالبان: بلخ کې د قومندان په ګډون ۵ پولیس وژل شوي

عزم(جمعه، ۶ غویی ۱۳۹۸): طالبانو ویلي چې تیره او نن ورځ یې د بلخ په مرکز او نهر شاهي ولسوالۍ کې بریدونه کړي چې د یو قومندان په ګډون یې ۵ پولیس وژلي او یوه پوسته یې نیولې ده.
د طالبانو له لوري په راغلیو خبرپاڼو کې راغلي چې پرون ماسپښین یې د بلخ مرکز اړوند کټه خیلو سیمه کې د عبدالشکور په نوم یو قومندان چې د د قومندان حکیم له خاصو قومندانانو څخه و. وژلی دی او یو میل سلاح یې ترې نیولې ده.
همدا راز طالبانو ویلي دي چې د خاص بلخ اړوندپه شرشرک سیمه کې یې د یو بل برید په ترڅ کې تیره شپه د لیزري وسلو په مټ څلور پولیس ویشتلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد برید وروسته یې د پوستې لپاره په ورتلونکو کومکي عسکرو هم برید کړی دی چې یو ټانګ یې ویجاړ کړی او پکې سپرو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د یادو بریدونو سربیره طالبانو د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې هم د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې.
طالبانو ویلي چې پرون مازدیګر یې د نهرشاهي اړوند کمپرک سیمه کې د اربکیانو یوه پوسته نیولې او اربکي پولیس تښتیدلي دي.