اسلامي امارت: د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی

عزم(چهارشنبه، غوایي شپږمه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت د اساسي قانون پر طرحې کار روان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او نافد کړای شي.
د ښاغلي مجاهد په خبره چې وسمهال هم حکومت د اساسي له نشت سره مخ نه دی. د نوموړي پر باور چې ټولې حکومتي چارې د شرعي احکامو له مخې پر مخ وړل کیږي.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي: سرپرست حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی. بیا هم پر اساسي قانون کار روان دی چې ان شالله په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي.
مجاهد وړاندې ویلي چې قانونونه مهم دي او د اساسي قانون د بشپړتیا له پاره اسلامي امارت چارې چټکې کړي؛ خو موږ به لومړیتوب هغو کارونو ته ورکوو چې حیاتي دي.
له بلې خوا یو شمېر افغان حقوقپوهان او د سیاسي چارو شنونکي د اساسي قانون شتون او نفاذ د دولت له مهمو کارونو څخه ګڼي.
د مخکېنۍ ادارې اساسي قانون ۱۶۲مادې او ۱۲ څپرکي لرل، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره دغه اساسي قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري لغوه اعلان شو.