په ننګرهار کې د اسیا په کچه د یوه لوی علمي کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې

عزم(چهارشنبه، غوایي شپږمه، ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې یې د یوه لوی علمي کمپلیکس د جوړېدو اراده کړې ده.
د محمديه اسلاميه دارالعلوم په نوم د اسيا په کچه دا علمي کمپلیکس کې به هممهاله ښوونځی، پوهنتون او مدرسه شامله وي.
دا کمپلکس د يو افغان پانګوال له خوا د ملي سوداګرو او شتمنو وګړو په مالي ملاتړ جوړېږي چې ښوونځی، مدرسه، پوهنتون او روغتون پکې شامل دي.
ویل کیږي چې په دې علمي مرکز کې به په یوه وخت نږدې څلور زره زده کوونکي او محصلان په وړیا ډول زده کړې کوي.
د علمي کمپليکس د ودانيزو چارو مسوول سمیع الله حقاني وویل: (( دا علمي کمپلیکس د سیمې په کچه یو ستر ښوونیز مرکز دی او د وخت په تېرېدو سره به یې د اسیا په کچه پر یو ستر ښوونیز مرکز بدلوو.))
د مسوولانو په وینا چې دا مرکز د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې پر ۳۰ جريبه ځمکه جوړېږي چې لس ودانۍ لري او رغنيزي چارې به يې د پنځو کالونو په موده کې د نږدې اووه مېليونه ډالرو په لګښت بشپړې شي.
له بلې خوا د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي د یاد کمپلیکس رغاونه په نیک نظر نیسي او هیله کوي چې په نورو ولایتونو کې هم ورته مرکزونه پرانیستل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button