په بشرپاله چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له مرستندویه هیوادونو غوښتي چې له افغانستان سره مرسته وکړي

حعزم(چهارشنبه، غوایي شپږمه، ۱۴۰۲): په بشرپاله چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال پرون سه شنبه په تهران کې خبریالانو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان پر مرستندویه او بډایه هیوادونو غږ کړی چې له افغانتسان سره مرسته وکړي.
د یادې ادارې په وینا چې نړیوالو له افغانستان سره هغه ژمنې نه دي پر ځای کړي د کومو چې یې ژمنه کړې وه.
د مارټین ګرېفېټس په وینا چې دغو هېوادونو مخکې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به ۴٫۶ مېلیارد ډالره مرسته کوي. ګرېفېټس زیاته کړې چې په افغانستان کې وسمهال ۱۶ مېلیونه تنه بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله تر ټولو زیانمنه طبقه ښځې او ماشومان دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت له هر ډول مرستندویه بسټونو او بهرنیو موسسو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې له یادو بې پرو سازمانونو سره د مرستې او اسانچارۍ نیت لري.