دوهم تعقیب : کندهار ښار کې جګړه لاهم روانه ده

تېر ماخوستن اته بجې یو شمېر وسلوالو دکندهار ښار دلسمي حوزې اړوند دپولیسو په یوه مرکز برید پيل کړ چې تراوسه روان دی
دسیمي اوسېدونکي وایي چې ټوله یې دډزو غږونه اورېدل کېدل  دطالبانو ویاند نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له سهار راهیسي یې د«دښمن» یوه شوبله له منځه وړې او اوه عسکر یې په دراز کوف ور وژلي دي

دکندهار ولایتي ویاندي صمیم خپلواک وایي چې جګړه تراوسه روانه ده دده په خبره چې دملکي تلفاتو دمخنیوي له امله جګړه اوږده شوه

دکندهار امنیه قومنداني تراوسه دجګړې په اړه څه نه دي ویلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button