د امريكايي يرغل په خلاف د طالبانو جهادي بهير ته يوه كتنه

لیکوال: مولوي عبدالهادي مجاهد
کله چې امريکا پر افغانستان يرغل کاوه نو نه يې پخپله دا ګڼلې وه چې له خپل ټول قوت سره به دلته له ماتې سره مخ کېږي، او نه هم په هغه وخت کې نورو خلکو دا ګومان کاوه چې په تسليحاتي او لوژستيکي لحاظ کمزوري طالبان به د يوه نړيوال پوځي ایئتلاف اوږده مقابله وکولی شي. خو کله چې يرغل وشو، او افغانستان د امريکا له لوري اشغال شو، نو د نړۍ د خلکو اټکلونه ټول خطا ووتل، ځکه چې د اوسنۍ الحاد ځپلې نړۍ بې معنويته او ماده پرستو مفکرينو او پوځي ستراتېژستانو د افغانستان او طالبانو وضعيت يوازې د مادي او بشري فورمولونو له مخې محاسبه کړی وو، او دېته يې هېڅ پام نه وو کړی چې نړۍ او مخلوقات خپل رب لري او هرڅه د هغه د ارادې مطابق ترسره کېږي، او هماغه ذات د ماتې او بري فيصلې کوي، او هغه خپل مؤمن بنده ګان په بېلابېلو ابتلاءاتو کې راولي، خو د کفارو په مقابل کې يې حتماً مرسته کوي که مؤمن بنده ګان يې په مخلصانه ډول د هغه قوت ته پناه وروړي. همدغه څه په افغانستان کې هم پېښ شول، او يو ځل بيا خلکو وليدل څنګه د الله تعالی کمزوري مؤمن بنده ګان د نړۍ د ستر پوځي ايئتلاف په خلاف په يوې کاملاً نامتوازنې او اوږدې جګړې کې کامياب شول.
داسې ښکاري لکه الله تعالی چې د کفري نړۍ د معاصرو لویو قدرتونو د زوال د پیل نقطه افغانستان ټاکلی وي. د انګریزانو د قدرت زوال هم له همدې ځایه پیل شو، د شوروي اتحاد زوال هم له همدې ځایه پیل شو، او دا دی ټولې نړۍ ولیدل چې د امریکا په مشرۍ د غربي دولتونو د نظامي قدرت زوال هم له همدې ځایه پيلېږي او تقریبا د غربي ایتلاف ټولو دولتونو لکه امریکا، کاناډا، برتانیې، فرانسې ، ایټالیا، جرمني، هالنډ، هسپانیا، استرالیا او نورو هیوادونو یو په بل پسې خپلې قواوې د مجاهدینو په مقابله کې د جګړې له ډګره و ویستلې او پرته له دې چې په جرأت سره د خپلې ماتې اعلان وکړي بالفعل یې د تېښتې لار ونيوله.
كه له عسكري لوري پدې جګړه کې څوک د امريكا په خلاف د مجاهدينو جنګي استراتيژي څېړل وغواړي نو بايد هغه د بېلابېلو زماني، مكاني او تخنيكي شرايطو په نظر كې نيولو سره په لاندې څو مرحلو و ويشي، تر څو د هرې مرحلې جنګي ځانګړتياوې او ستراتيژيك مشخصات وركې په وضاحت سره څرګند شي. خو د مراحلو تر يادولو د مخه بايد دا په ذهن كې ولرو چې په افغانستان كې دطالبانو جګړه د يوې ډلې، يوه سياسي تنظيم، يا يوه سيمه يز حكومت په خلاف نه ده، بلکې د يوه داسې پراخ او نړيوال پوځي ايئتلاف په خلاف ده چې د د نړۍ تر پنځوسو د زياتو زورورو هېوادونو مسلح پوځونه وركې شامل دي، او د ټولې نړۍ د هېوادونو سياسي ملاتړ ورته حاصل دى.
د جنګي وسائلو اوعصري ټكنالوژى په لحاظ دغه نړيوال ايئتلاف د زمانې په تر ټولو پرمختللو جنګي، اطلاعاتي او استخباراتي وسايلو مجهز دی، خو په مقابل كې يې مجاهدين يوازې په هغو سپكو او زړو وسلو مسلح دي چې په تېرو دريوو لسيزو کې په مكمل ډول په غير فني شكل تر خپل توان هم زياتې استعمال شوي دي، او پداسې حال كې د دغه نړيوال ايئتلاف مقابله كوي چې نه په ټول هېواد كې او نه هم په ګاونډيو هېوادونو كې د جنګى روزنې اسانتياوي لري.
په دغه ډول نابرابره جګړه كې د مجاهدينو د جنګي استراتيژۍ او د هغوئ دجهادي نظم څېړل ډېر د اهميت وړ دي،ځکه چې همدې ستراتېژۍ او متناسب جهادي نظم د دنيا پوځي كار پوهان هم حيران كړي دي.
د ير غل په خلاف د جهادي مقاومت مراحل :
د يرغل د مخنيوي مرحله : كله چې امريكا پر افغانستان پوځي يرغل کاوه نو تر يرغل د مخه يې په سايکالوژيک لحاظ د طالبانو د مرعوبولو په مقصد ښه ډېر ډول ډول تبليغات وكړل، خو طالبان د امريكايي جنګي تبليغاتو ښكار نشول، د جګړي عزم يې اعلان كړ، او تر پايه پر خپل عزم ټينګ پاتې شول.
طالبانو ګومان كاوه چې جګړه به جبهه يزه وي، نو ځکه خو يې خپلې جبهې تقويه كړې، او په هېواد كې د(پرګنيزې وسله والونې ) پاليسي اعلان او تطبيق ته اماده كړه چې د يوه اوږده او پراخه جنګ د پرمخ بيولو ښه استراتيژى بلله كېده.
خو دا چې د امريكايانو د جګړى نقشه بدله وه، نو طالبانو هم و نه غوښتل چې هر ځاى دې يې په زرګونه مجاهدين په پوځي مراكزو كې په هوائي بمباريو کې و وژل شي،هماغه وو چې سمدستي يې خپل مراكز منحل کړل، او امريكايان يې له يو نامرئي دښمن سره مخ كړل.
مقاومت ته د تداوم ورکولو مرحله :
امريكايانو پر افغانستان د خپل تسلط تر ټينګولو وروسته هم افغانانو او هم نړيوالو ته په درواغو دا انګېرنه وركوله چې نور په افغانستان كې مجاهدين له منځه تللي او پوځي مقاومت ته د پاى ټكى ايښودل شوی دی. او دا چې يو او بل ځای دبې امنيتۍ كومې پيښې رامنځته كېږي دابه هم د ډيموكراسۍ له پلي كولو سره خپله له منځه لاړې شي.
امريكايانو د خپلى دې دعوى درښتني كولو لپاره خپل پوځي قوتونه نور هم زيات كړل، او هم يې د (ايساف) او بياوروسته د (ناټو) قوتونه تر خپل څنګ ودرول. او هم يې د خپلو بهرنيو قواوو تر څنګ د درې نيم سوه زرو په شاوخوا كې افغاني عسکر او پوليس ايجاد کړل، او هم يې بېلابېل نور ملېشه ئي تشكيلات رامنځته کړل. د دې لوی شمېر مسلحو ځواکونو تر څنګ امريکايانو د فضا له لوري ټول افغانستان د سټيلايټ تر څارنې لاندې ونيو، او پر زمكه يې هم په زرګونو جاسوسانو ته وظيفه وركړه تر څو د مجاهدينو په خلاف دقيق او پراخ فعاليت وكړى.
دا هر څه ددې لپاره تر سره شول چې د دوئ په خلاف د مقاومت راټوكېدل خلكو ته ناشونى وبريښوي.
خو مجاهدينو لدې هرڅه سره د خپل جهاد او مقاومت شتون نه يوازې دا چې ثابت كړ، بلکې هغو سيمو ته يې هم وروغزاوه چې يو وخت هلته يو مخ له منځه تللى و.
د چريكي جګړې مرحله :
د دې لپاره چې مجاهدين په اسانۍ سره په هر ځاى كې دښمن ته ور ورسيدلى شي، او د جبهه ييزې جګړې له خسارو او مصاريفو هم خلاص وي، له همدې امله يې جګړه په پيل کې په چريكي بڼه شروع كړه، او مجاهدين په ډېرو وړو وړو ډلګيو كې سره وويشل شول تر څو هم د لږ شمېر افرادو په لرلو لوى دښمن په ډېرو ځايو کې په جګړ ه اخته كړي، او هم په اسانه دګرمۍ او يخنۍ له جوي شرايطو سره ځان عيار كړاى شي.
پدې مرحله كې امريكايان او د هغوى افغاني قواوې د هېواد په غرب، جنوب غرب، شرق، جنوب شرق او كابل كې له يوې ناسنجول شوې جګړې سره مخامخ شول. قندهار، هلمند، ازرګان، زابل، پكتيا، پكتيكا، خوست، لوګر، جلال آباد، كنړ، نورستان، لغمان او كابل ددغه ډول جګړې په مهمو ډګرونو بدل شول، او وروسته بيا همدغه ډول جګړه په غرب او شمال کې هم خپره شوه او بدخشانه نيولې تر هرات او نيمروزه پورې يې په ټوله سيمه کې دښمن په جګړه کې مصروف کړ.
د جګړى دې پراخوالي امريكايان له يو نا اټکل شوي وضعيت سره مخ كړل، او همدا علت وو چې امريكايانو هم د افغانستان، غرب او جنوب غرب ته د ناټو نور پوځيان راوغوښتل، او هم يې د خپلو پوځونو شمېر څو برابره لوړ كړ.
چريكى جګړه د زورور دښمن د اعصابو د پريشانه كولو تر ټولو غوره او كم مصرفه لاره ده، او ځکه خو طالبانو وکولی شول د همدغه ډول جګړې په اور کې د امريکا زور اوبه کړي.
د نويو جنګي تكتيكونو مرحله :
د جګړې له اوږدېدلو سره امريکايانو په افغانستان کې هم د خپلو قواوو شمېر زيات کړ او هم يې په خپل لاس د رامنځته کړيو افغاني قواوو شمېر خپل اعظمي حد ته ورساوه. هغه قواوې چې د امريکايي اشغال په وروستيو پنځو کلونو کې د امريکا لپاره د طالبانو په خلاف په جګړه اخته وې تقريبي شمېر يې په لاندې ډول وو:
د امريکا د نظامي پوځ عسکر:۱۳۰۰۰۰
د (بلک واټر) او نورو بهرنيو امنيتي کمپنيو ملېشه اجيران:۷۲۰۰۰
د اروپايي هېوادونو پوځیان:۴۰۰۰۰
د امريکا په لاس د جوړې شوې افغاني اردو،پوليسو او ملي امنيت پوځيان:۳۵۰۰۰۰
د محلي پوليسو په نامه ملېشې او اربکيان:۳۰۰۰۰
د امريکايانو له لوري رامنځته شوي د کمپاينونو ملېشې،سوله ساتي او افغاني سپېشل فورس۲۰۰۰۰
په حکومت کې په شاملو زورورو اشخاصو او پخوانيو تنظيمي قومندانانو پورې د اړوندو شخصي امنيتي کمپنيو ملېشې:د ۲۰۰۰۰په شاوخوا کې.
پورتني ياد شوي مسلح قوتونه چې مجموعي شمېر يې تقريباً ۶۳۰۰۰۰ تنو ته رسېده ټول په يوه وخت کې د طالبانو په خلاف په جګړه کې ول، او ټول يې په يقيني ډول په تسليحاتي او لوژستيکي لحاظ تر طالبانو په ښه حالت کې وو.
طالبانو ته دا ډېره ګرانه وه چې د دښمن د دومره لوی شمېر قواو په خلاف دې په کلاسيک ډول مخامخ جګړه تمويل کړای شي او د اوږدې مودې لپاره دې يې و پاللی شي،هماغه وو چې د جګړې کلاسيک شکل یې پرېښود او داسې نويو جنګي تکتيکونو ته یې مخه کړه چې د دښمن همدومره لوی شمېر قواوې يې له مقابلې عاجزې شوې.
په دغه مرحله کې د طالبانو جنګي تکتيکونه په لاندې ډول ول:
۱- د دښمن د کاروانونو او هر ډول پوځي او نقليه وسائطو په لارو کې په پراخه پيمانه د ځمکنيو ماينونو استعمال. او دا هغه جنګي تکتيک وو چې ددهغه په وسيله طالبانو د خپلو افرادو د شمېر له لږوالي سره پر خپل زورور دښمن خپل علياتي تفوق ثابت کړ.
۲- د دښمن پوځيانو او پوځي کتارونو ته کمينونه نيول.
۳- انفرادي فدائي حملې.
۴- ډله ييزې فدائي حملې.
۵- د موټر بمونو حملې.
۶- د دښمن له صفه پر دښمن د نفوذي مجاهدينو حملې.
۷- د دښمن مراکزو ته تر زمکې لاندې تونلونه وېستل.
فدائي حملې، د موټر بمونو حملې او د دښمن له صفه پر دښمن د نفوذي مجاهدينو حملې د طالبانو د حملو هغه ډولونه ول چې په افغانستان کې يې د امريکايي ائتلاف پوځي وجود ولړزاوه، او امريکايان يې له داسې عملياتو سره مخ کړل چې د څو محدودو فدايانو د اقدام په نتيجه کې به په لسکونو او سلګونو غربي پوځيان له مرګ ژوبلې سره مخ کېدل لکه د نورستان، جلال آباد،کابل، ميدان وردګو، خوست،هلمند او نورو ولاياتو په امريکايي اډو کې چې وليدل شول.
همدارنګه دغو حملو امريکايان او د هغوئ ټول ايئتلافيان پدې پوه کړل چې په افغانستان کې د دوئ لپاره هېڅ د امن ځای نشته، او دلته د دوئ ټول نظامي مصارف بې فايدې دي. هماغه وو چې د همدې قناعت په نتيجه کې پدې پوځي ايئتلاف کې ټولو شريکو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې پالېسۍ بدلې کړې او يو په بل پسې يې خپل پوځونه له افغانستانه و وېستل.
امريكايانو او د هغوئ په لاس د جوړ شوی حکومت له بېلابېلو تبليغاتي، کلتوري او ديني لارو چارو څخه په کار اخيستلو په مسلسل ډول هڅې وکړې تر څو دغه ډول مؤثرې حملې ناروا او د افغانانو له فرهنګ مخالفې معرفي کړي او مجاهدين ترې واړوي، خو طالبان پدې پوهېدل چې څنګه او په کوم ځای بايد دښمن ته ضربه ورکړي نو ځکه خو يې دغو جنګي تکتيكونو ته چې دښمن يې له مخنيوي عاجز وو دوام ورکړ او د لږو تلفاتو په زغملو يې دښمن ته ښې کاري ضربې ورکړې.
د دښمن د هوايي ځواك د مقابلې مرحله :
امريكايانو په خپلو جنګي عملياتو كې د چټكو انتقالاتو او هوايي بمبارد لپاره له بېلابېلو چورلكو څخه كار اخيست چې پدې وسيله يې ډېر ناهمواره او د سوق الجشۍ له لحاظه سختو ځايونو ته هم په اسانه ځان ورسولى شو. امريکايانو د تبليغاتو له لارې دا هم مشهوره كړې وه چې د هغوئ څرخكې تر بريد لاندې نشي راتلاى، خو مجاهدينو د هغوئ د دغې وسيلې مقابله هم په ډېرو ساده وسلو وکولای شوه، او پرله پسې ډول يې د امريکايي پوځ په لسکونو چورلکې راوغرځولې او پدې کار سره يې د امريكايانو د سريع نقل او حركت وسيله هم له شل كېدو سره مخ كړه.
د دښمن پر مراکزو د هجوم او د جبهه يي جګړې مرحله :
په افغانستان کې چې څومره د امريکا او د هغې د پلويانو جګړه اوږدېده په مقابل کې يې د طالبانو جهادي مقاومت زور اخيست، ځکه چې د هرې ورځې په تېرېدلو د امريکايي پوځ زور اوبه کېده، او په مقبل کې يي هم د طالبانو پوځي وړتيا قوي کېده، او هم يي ولسي ملاتړ او او د مجاهدينو شمېر زياتېده.د دې وضعيت له استمرار سره امريکايان او د هغوئ په لاس جوړ حکومت له هجومي حالته دفاعي حالت ته ولوېدل او طالبانو هم په تدريج سره خپله جګړه له چريکي حالته جبهه يي حالت ته نقل کړه، دغه وضعيت له نورستان او هلمنده پيل او بيا وروسته تقريباً په ټول افغانستان کې خپور شو چې په نتيجه کې يې امريکايان او ورسره نور اروپايي ائتلافيان يې د جګړې په بايللو متيقن شول او خپلې قواوې يې له افغانستانه و وېستلې،او په ولاياتو کې پراخې سيمې د دښمن له تسلطه آزادې شوې، او دا دی اوس د ۲۰۱۵کال له پيله وينو چې په ډېرو ولاياتو کې د چې د کابل د ادارې تسلط يوازې په ښارونو او د ځينې ولسواليو تر مراکزو پورې منحصر شوی دی، او د هېواد په ډېرو ولاتو کې يې هره ورځ نورې سيمې هم له لاسه وځي.
دا چې طالبانو په تېرو دیارلسو کلونوکې څنګه د یوه ستر مجهز او نړیوال پوځي ایتلاف په خلاف خپله جګړه پر مخ یووړه؟ او ځنګه یې د دغه ډول یوه لوی پوځي ځواک په مقابل چې د خارجي او داخلي ګډونوالو شمېر یې تقریباًْ شپږو لکو مسلحو پوځیانو ته رسیده په خپل صف او خپل ولس کې د مقابلې وړتیا پیدا کړه؟ او څنګه یې له بېلا بېلو داخلي او نړیوالو توطیو سره مقابله وکړه، او خپل صف یې له کمزوري کېدلو او په هغه کې د انشعابونو له رامنځته کېدلو وساته، او لا نور یې هم د قوت او انسجام پر لوري سوق کړ؟ د دې هر څه تر شا د الله تعالی تر فضل او نصرت وروسته یو غښتلی، سنجول شوی جهادي نظم وجود درلود چې دغه جهادي مقاومت یې له فکري، پوځي، اقتصادي، اداري ، سیاسي، او لوژستیکي اړخونو د دښمن په مقابل کې فعال او د هرې مرحلې له غوښتنو سره سم عیار وساته، او پداسې یوه نامتوازنه جګړه کې یې له مادي لحاظه یو کمزوری او مغلوب قوت څخه بېرته د یوه نړیوال لوی او غالب قوت په مقابله کې د بري او غلبې پر پولو ودراوه.
د دغو پر مختګونو او او لويو لاسته راوړنو تر شا يو لړ معنوي عوامل او او پوځي او سياسي تدابير ولاړ دي چې په لاندې ډول يې يادوو:
۱- پر شر یعت تمسک او یوازې اسلام د تلقي مصدر ګڼل:
د طالبانو د ټول حرکت د نظام د قوت مصدر اسلامي شریعت ته د هغه انتساب او د هغه له احکامو سره د ژوند په ټولو ابعادو کې حتی الوسع التزام دی. ځکه چې طالبان نه د کوم نړیوال پوځي ځواک له ملاتړه برخمن دي، نه د کوم قوي اقتصاد خاوندان دي، نه یې حرکت او امارت د کوم اوږده سازماني فعالیت په نتیجه کې تشکیل شوی او واک ته رسیدلی، نه کوم نشنلستیک نظر او بنسټ لري چې د یوه خاص قوم مادي قوت دې د دوئ قوت وبلل شي، نه په کوم نړیوال پوځي ايتلاف کې عضویت لري چې د هغه پوځي تړون قوت دې د دوئ قوت وګڼل شي، او نه په پوځي لحاظ کوم داسې منظم پر پوځي اصولو روزل شوي او په پرمختللو وسلوسمبال قوت دی چې د خپلې وسلې او خپل پوځي صنعت په زور دې د خپلې بقا او برلاسۍ عوامل برابر کړي. بلکه د طالبانو د حرکت نشأت او د دوئ د نظام د قیام مراحل ټولو په سترګو ولیدل چې یو خودجوشه دیني او افغاني حرکت وو چې مشران یې د پخواني جهاد د فکر او نظر خاوندان علماء او قومندانان ول، او افراد یې د مدارسو کشران طالبان ول چې په یوه قوي دیني شعور او احساس د خپلو مشرانو له حرکت سره یوځای شول، او د شلو کلونو په تېریدلو او د مبارزې د بېلابېلو پړاوونو تر وهلو وروسته په فکري، سیاسي، اجتماعي او پوځي لحاظ د پخوالي دې حد ته ورسېدل چې په ښه بصیرت، صبر، مېړانه او قوت یې د امریکا په مشرۍ د یوه لوی نړیوال پوځي تړون مقابله وکړه او هغه یې له افغانستانه وتلو ته اړ کړ.
د طالبانو دیني او شرعي حیثیت مسلمان ولس د دوئ تر شا ودراوه، دوئ ته يې یو فداکار، رضاکار او مخلص پوځ په لاس ورکړ چې هر ډول قربانۍ ته په شوق تيار وو، او همدغه دیني حیثیت په دوئ کې په معنوي او رواني لحاظ د مقابلې وړتیا پیدا کړه.
په شریعت باندې په هر حالت کې تمسک ، د هغه پر اساس د نظام جوړول، له نا اسلامي نظریاتو سره پیوند نه اخیستل او د شریعت په مقابل کې وضعي قوانین ردول ټولې هغه ځانګړتیاوې دي چې د طالبانو حرکت یې د نړۍ د مسلمانانو په سترګو کې د یوه داسې اصیل اسلامي بهیر په حیث وځلاوه چې د معاصرې نړۍ د کفري نظامونو له تأثیراتو خلاص او د اسلامي ویښتابه یوه داسې نمونه يې ورڅخه جوړه کړه چې د نورو ولسونو لپاره د اسلام لپاره د پوځي او سیاسي فعالیت یوه ښه نمونه او سرمشق وګرځېدل.
د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې په اسلامي نړۍ کې ډیر نهضتونه او حرکتونه په اسلامي نومونو جوړ شول، خو دغو حرکتونو د وخت له تېرېدلو سره خپل خالص اسلامي مصداقیت ونه ساتلی شو، بلکه په یوه او بل ډول یې له نورو مفکورو لکه کمونیزم ، دیموکراسۍ ، نشنلیزم او نورو نظریاتو سره په فکري، سیاسي، اقتصادي او یا نظامي ډګرونو کې پیوند واخیست، او پدې کار سره یې د مسلمانانو اعتماد هم له لاسه ورکړ، او خپل ځان یې هم هماغو پردیو نظریاتو ته وربایلود، چې په پای کې یا دیموکرات او غرب پلوي، او یا هم نور نشلست او منحرف تنظیمونه او احزاب ورڅخه جوړ شول.
د طالبانو د قوت او عافیت راز په همدې کې دی چې پر خالص اسلام متمسک پاتې شي، په هېڅ شکل له بل چا سره پیوند وانخلي، او دسیاسي او مادي امتیازاتو په بدل کې له خپلو هغو اسلامي اصولو اوتکلارو تېر نه شي د کومو لپاره یې تر اوسه په خپل صف کې په لسګونو زره شهیدان ورکړي دي. او که چېرې دوئ هم له نورو افکارو او سیاستونوسره پیوند واخلي او د خالص اسلامي حکومت له دعوی تېر شي او يا په نيمه لار کې له نورو سره جوړه وکړي نو برخلیک به یې په یقیني ډول د هغو (اسلام ته منسوبو) احزابو په څېر وي چې نن د دیموکراسۍ په چوکاټ کې له سیکولرو احزابو سره په ایتلافونو کې ورګډ دي، او د داسې حکومتونو برخه دي چې د جهاد او مجاهدینو په خلاف یې په ټوله اسلامي نړۍ کې علني جګړه اعلان کړې ده.
۲ – پر جهادي حل باندې باور لرل، او له دښمن سره د خپلو اهدافو پر سر د جوړجاړي نه کول:
د طالبانو د حرکت د نظام یوه بله ځانګړتیا دا ده چې د واقعي تبدیلۍ لپاره د علم او دعوت تر څنګ په جهادي حل باندې باور لري، او پدې لار کې يې نه تر اوسه له ځانه سستي ښکاره کړې، او نه یې له دښمن سره جوړجاړی کړی دی.
طالبانو ته په اسلامي نړۍ کې د معاصرو اسلامي تنظیمونو او حرکتونو له ناکامو تجربو دا ورښکاره شوې چې تر څو واک او نظام د صالحو خلکو لاس ته نه وي ورلویدلی، او حکومتونه پر اسلام نه وي درېدلي، نو مثبته تبديلي نه راځي. همدغه تګلاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت او د واقعي بدلونونو د سترو رهبرانو له کړو هم ثابتیږي . په تقریباً تېرې یوې پېړۍ کې ډیرو حرکتونو او تنظیمونو له مسلح جهاده ليرې د فکر، دعوت، سیاست، تعلیم، او اقتصادي اصلاح له لارې د بدلونونو هڅې وکړې، احزاب یې تشکیل کړل، په میلیونونو اتباع یې په کار واچول، په ډیموکراسۍ ورګډ شول، له سیکولرو احزابو او حاکمو غرب پلوو او شرق پلوو ګوندونو سره یې ایتلافونه وکړل، او په میلیاردونو ډالر او په لسګونو کلونو عمرونه یې مصرف کړل، خو هېڅکله یې نه په ولسونوکې اصلاح راوسته، او نه یې نظامونه تبديل کړای شول، بلکه په خپله یې هم د سیکرلریزم او دیموکراسۍ نم کش کړ، او دا ځکه چې دوئ له زورواکو، مستبدو، پردي پالو او تحمیلي نظامونو په عذرونو، زاریو او نصیحتونو تبدیلي او اصلاح غوښتله ، پداسې حال کې د زورواکۍ، استبداد او پردي پالنې په منطق کې د بدلون سوله ییزو او نرمو وسائلو ته ځای نشته، ځکه چې هغوئ یوازې د زور په ژبه پوهېږي او بس.
طالبان که څه هم چې په فکري لحاظ داستاذ سیدقطب د فکر وارثان نه دي خو په عملي ډګر کې يې د هغه دا نظریه په ډېر ښه ډول عملي کړه چې موجوده مفسد او جاهلي نظامونه په پیوندکارۍ او د هغو په چوکاټ په اصلاحي دعوت او کار نه اصلاح کېږي، بلکه دغه مفسد او جاهلي نظامونه باید له بېخه ونړول شي، خاوري او خځلې یې لیرې وغورځول شي، او پر ځای یې له سره پر اسلامي بنسټونو او د اسلامي عقیدې او تصور په رڼا کې نوي نظامونه جوړ شي. ځکه چې دغه نظامونه په هېڅ حالت کې اصلاح منونکي او شریعت ته تسلیمیدونکي نه دي.
طالبانو هم د بدلون لپاره د دعوت او جهاد فطري او نبوي لاره ونیوله چې نه یې له داخلي مفسدو او سیکولرو جهتونو سره جوړ جاړی وکړ، او نه یې د امریکا په مشرۍ نړیوال سرتمبه صلیبي ایتلاف ته سر ټیټ کړ. نه یې له خپلو اصولو تنازل وکړ، او نه یې له دښمن سره د خپلو اصولو او تګلارو په قیمت سوله وکړه. هماغه وو چې الله تعالی یې په هڅو او جهاد کې برکت واچاوه، او داسې دښمن ته یې ماتې ورکړه چې ټوله نړۍ ورڅخه په وېره کې وه.
د طالبانو دغه ډول سیاسې او عسکري فهم دا ثابته کړه چې د مدرسی، منبر او محراب د بچیانو فهم د هغو پردي پالو او سیکولرو اشخاصو او جهتونو تر فهم ډېر پوخ دی چې ځانونو ته (روښانفکران) وایي خو په حقیقت کې د غرب د کفري نظریاتو په تیارو کې ورک او د خپل امت له ارمانونو څخه پردي شوي دي.
د دعوت او جهاد پر نبوي منهج ټینګ پاتې کېدل، او د امت ځوانان د آزادۍ او اسلامپالنې لارې ته سوق کول د طالبانو یوه بله ځانګړتیا ده چې نور ډیر جهادي حرکتونه به يې د خپلې مبارزې لپاره سرمشق وګرځوي. ځکه چې د همدغې لارې افادیت د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو کې هم په عملي ډول ثابت شو، او د ډېرو طاغوتي نظامونو د قدرت ستنې یې ور ولړزولې.
۳ – په حرکت کې د شخصیت محورۍ او خاندان محورۍ نشتوالی:
د طالبانو د حرکت د قوت یو بل عامل دا دی چې دا جریان په یوه خاص توکم، قوم او يوې ځانګړې سیمې پورې خاص نه دی، او نه هم پدې جریان کې څو داسې خاصې کورنۍ شته چې هماغه دې د قدرت محور وي، او نور دې ټول ثانوي او فرعي حيثيت ولري.
د طالبانو په حرکت نظام کې پښتانه، تاجک، بلوڅ، ازبک، نورستانیان، پشه یان او د نورو قومونو خلک وجود لري چې دې عامل دغه جریان په طبیعي او اصلي ډول د افغانستان ټولو سیمو ته غځولی دی.
په تېرو څو لسيزو کې د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې ډېر منظم اسلامي حرکتونه او احزاب موجود ول، خو د وخت په تېرېدلو پر اصولو او اسلامي فکر د ټینګ پاتې کېدلو پر ځای د (شخصیت محورۍ) او (خاندان محورۍ) پر لوري لاړل، چې پدې کار سره یې په پرګنو کې خپل پراخ نفوذ او ډېر ملاتړي له لاسه ورکړل، او تنظیمونه یوازې په یو څو شخصیتونو او څو خاصو کورنیوکې منحصر پاتې شول چې واضح مثالونه یې زموږ د پخواني جهاد د وخت تنظيمونه او په ګاونډیو هېوادونو کې ځینې اسلامي احزاب دي.
خو طالبانو پدې مجال کې له پوره هوښیارتیا کار واخیست، او کله یې هم ځان په یوه خاص قوم او یا يو څو خاصو کورنیو کې منحصر نه کړ، بلکه هر هغه چا ته یې په ځپل صف کې د کار او جهاد کولو لار خلاصه پرېښوده چې د کار وړتیا او د جهاد عزم او توانایې یې درلوده. نو ځکه خو هېڅکله او په هېح ځای کې پدې خطرناکې اوږدې جګړې کې چې د امریکا او اروپا په خلاف یې دا څوارلس کاله وکړه د بشری قوې له کمښت سره مخامخ نشول ، بلکه که هر څومره ډېر مجاهدین او مشران یې اسيران او يا شهیدان شول تر هغو نور ډېر د جګړې ډګرته راغلل، او کله هم له بدخشانه نیولې تر هلمنده، او له هراته نیولې تر ننګرهاره پدې صف کې تشه احساس نشوه. او دا ځکه چې پدې صف کې د انحصار روحيه تر ډېره نه ليدل کېږي .
۴ – د انشعابونو او انشقاقونو نه شتون :
په هغو حرکتونو او تنظیمونو کې چې د افکارو او نظر یاتو پر ځای شخصیتونو باندې ډېر تمرکز کېږي، او د قیادت خلک پداسې حال کې په منصبونو پورې نښتي وي چې اتباع یې د قربانۍ ډګرونو ته ورټېل وهل کېږي کینې او کدورتونه ډېر رامنځته کېږي، چې عواقب یې د انشعابونو او اختلافاتو په شکل کې راڅرګندېږي. خو په هغو حرکتونوکې چې تمرکز ورکې پر عقائدو او نظریاتو وي، او قیادتونه په خپله د قربانیو ډګرونو ته له افرادو سره یو ځای ورځي دغه ډول تجربې ډېرې نه پېښیږي.
د طالبانو صف هم همداسې دی چې قیادتونه ورکې په خپله د قربانۍ ډګرته وردرومي. او همدغه وجه ده چې د دوئ تقریبا اتیا فیصده قیادتونه داسې دي چې یا یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي، یا یې د کورنۍ افراد شهیدان شوي، او یا یې هم په کلونو کلونو د زندان تیارې لیدلې دي. نو کله چې د دوئ اتباع خپل مشران پدغه ډول حالت کې ګوري د هغوئ اعتماد لا نور هم ورباندې زیاتېږي.
د طالب په صف کې مشر کېدل یو غنیمت او منصب نه بلکه د مرګ او د زندان خولې ته د ځان د وربرابرولو په معنی دي. نو ځکه خو دلته مشرۍ ته یوازې هغه خلک ځان ټینګوي چې له ژوند، خوندونو او راحت سره یې خدای پاماني کړې وي. او کله چې وضعیت دغه ډول وي نو بیابه ولې د منصبونو او مشرۍ لپاره انشعابونه رامنځته کېږي؟
په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو دښمنانو ډېرې هلې ځلې وکړې چې طالبان په څو ډلو و ویشي، خو یوه هڅه یې هم بریالۍ نشوه. د صف د دې وحدت نتیجه دا راووته چې په مادي او پوځي لحاظ یوه کمزوري جهت چې یوازې یو څو زره مجاهدین یې درلودل داسې یوه نړیوال پوځي تړون ته ماتې ورکړه چې د داخلي او خارجي ګډونوالو شمېر یې تقریبا شپږو لکو مسلحو پوځیانو ته رسېده.
د طالب صف به هغه وخت ټوټه کېږي چې پدې صف کې (قومي)، (مذهبي) او د مادیاتو پر سر کشمکشونه پیدا شي، او تر جهادي روحيې زیاتره پر سیاسي روحیې ارتکاز وکړي.
۵- د سياسي او پوځي فعاليتوتونو اسلامي ماهيت ته التزام:
د طالبانو په سياسي او پوځي فعاليتونو کې اسلامي ماهيت ته التزام د دوئ د قوت يو بل عامل دی، او هغه پدې معنی چې لکه څنګه چې دوئ په عدلي، حقوقي،اخلاقي او ټولنيزو تعاملاتو کې اسلامي معيارونه خپل کړي همدارنګه يې په سياست او پوځي فعاليتونو کې هم تر اوسه حتی الوسع اسلامي اصولو او معيارونو ته التزام ښودلی دی ، او د امريکا او غربي ټلوالې په خلاف يې خپله روانه جګړه هم له پيله تر پايه د يوې ديني او مشروعې جګړې په حيث روانه کړې ده.
طالبانو خپله جګړه نه د سياست لپاره وبلله او نه یې هم هغې ته قومي رنګ ورکړ. که یې له چا سره سياسي تعامل وکړ نو هم د دين پر اساس يې وکړ، او که د جګړې پر مشروعيت باندې خپل ولس او نورو خلکو د قناعت ورکولو لپاره دلائل وړاندې کړي نو بيا یې هم دين د مشروعيت بنياد ګرځولی دی.
د طالبانو په جهادي بهير کې دجګړې دمشروعيت دلائل، د جګړې لپاره روحيه او انګېزه، سياسي او فکري ادبيات او له دښمن سره تعامل او تقريبا هر څه پر ديني اساساتو ولاړ دي. نو ځکه خو دوئ وکولای شول چې دين ته د همدغه قوي او عملي نسبت په برکت هم په خپل ولس کې په لسګونو زره مجاهد او شهادت غوښتونکي ځوانان له ځانه سره ملګري کړي، او هم د ټول اسلامي امت په سطحه د ډېرو مسلمانانو عواطف، دعاګانې او مادي او معنوي مرستې له ځانه سره ولري.
د روسانو او کمونيزم په مقابل کې چې زموږ جهادي صف ترڅو پر ديني بنسټونو ولاړ وو نو مسلمانانو هم زموږ جګړه اسلامي جهاد باله، او هر ډول مرستې يې راسره کولې، خو کله چې د جهادي صف مشرانو په خپلو غلطو سياستونو،فيصلو او اقداماتو د صف ديني حيثيت ور ختم کړ، او د خپلو شخصي اهدافو او غوښتنو د تحقق په خاطر يې له اسلام دښمنو کړيو او دولتونو سره روابط ټينګ کړل، نو نه يوازې دا چې الله تعالی هغوئ د اسلامي نظام د اقامه کولو له عزته محروم کړل، بلکه پخپله هماغه مشران او د هغوئ ډلې هم د مافيايي، ملېشه يي، سيکولرو او غرب پلوو ډلو ټپلو په حيث د اسلام د دښمنانو په صف کې ودرېدل، او په ډېرې بې شرمۍ يې د امريکايي يرغل په خلاف د راپورته شويو مجاهدينو په خلاف د صليبي ايتلاف ملګرتيا وکړه، او د هغوئ د اهدافو لپاره د اوزارو په حيث استعمال شول.
۶-د جګړې په دوران کې د ټول هېواد لپاره د ملکي او نظامي تشکيلاتو لرل:
د طالبانو د ټول بهير د قوت يوه بل مهم عامل دادی چې جګړه ييز حالات ورڅخه په انارشۍ او بې نظمۍ بدل نشول، او د تل لپاره يې جګړه منظه او په خپلو سيمو کې جګړه ييز وضعيت او حالات په خپل کنترول کې وساتل.
طالبانو اجازه ورنکړه چې له جګړه ييزو حالاتو څخه په استفاده دې په ولس کې غير مسؤوله ډلې ټپلې او خپلسري ټوپکوال سر راپورته کړي،بلکه د جګړې له پر مخ بيولو سره سره يې د خپلو سيمو ټول ملکي او نظامي وضعيت د منظمو تشکيلاتو په چوکاټ کې منضبط کړ. هغوئ د ټولو ولاياتو لپاره واليان،ولسوالان،عدلي او قضايي مسؤولين، نظامي قومندانان، د ډلګيو مشران او د چارو د څارنې لپاره د قيادت له طرفه د څارنې سيار کميسيونونه وټاکل چې پدې کار سره يې له يوې خوا جګړه ييز حالت منظم کړ، او له بلې خوا يې په ولس کې د بې نظمۍ، بې عدالتيو او د غير مسؤولو ډلو او ټوپکوالو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړ.
له همدې امله خو په آزادو سيمو کې امنيت او د عدالت تأمين د هغو سيمو په نسبت ډېر قوي دی چې د امريکايي پلو ي حکومت تدر تسلط لاندې دي، او د همدې امتياز له امله د ولس عام خلک خپلې عدلي او قضايي قضيي د دولت پر ځای د طالبانو محاکمو ته راجع کوي.
د طالبانو ادارې او محاکم که څه هم چې د بېلابېلو مشکلاتو له امله مثالي ادارې ندي، خو په هر حالت کې یې وضعيت او اجراءات د امريکايي پلوي حکومت تر ادارو او محاکمو غوره دی.
نيمګړتياوې:
د طالبانو بهير د بل هر اسلامي بهير په څېر يو د انسانانو بهير دی چې د ځانګړتياوو او کمالونو تر څنګ نيمګړتياوې هم لري چې ځينې يې دادي:
۱- د امريکايي يرغل او اشغال په خلاف د طالبانو د جنګي قوت تشکل د منظمو پوځي تشکيلاتو په شکل کې نه بلکه د رضاکارو مجاهدينو په شکل کې دی چې دا کار که له يوې خوا له درنو لوژستيکي مصارفو د مخنيوي او په مجاهدينو کې د للهيت او اخلاص د روحيې د ساتلو په لحاظ ښه دی، نو له بل لوري لوی تاوانونه هم لري چې د هغو له جملې څخه د منظم تحرک او عسکري د سپلين نشتوالی، د مجاهدينو د حقيقي شمېرې نامعلوموالی، د وسلو او وسائلو د شمېر او اندازې نامعلوموالی، په صفونو کې په آسانه د نامطلوبو عناصرو نفوذ، له افرادو سره د محاسبې د کولو ستونزمن کېدل،له عام ولس سره د مجاهدينو له لوري د شرعي مطلوب تعامل په ترسره کېدلو کې د خللونو رامنځته کېدل، د منظمې پوځي تربيې لپاره د ظرفيتونو او زمينې نه رامنځته کېدل او نو تاوانونه شامل دي.
او د منظم پوځي تشکيل د نشتوالي لويه صدمه به طالبان هغه وخت و ويني چې کله د امريکا په لاس جوړ شوی حکومت سقوط وکړي او ډېری رضاکار مجاهدين دا وګڼي چې جهاد یې نور پای ته رسېدلی، د ټوپک اوچتولو ته مزيد ضرورت نشته، او نور بايد د خپل کور، زمکې، روزګار او اولادونو د راتلونکي په غم کې شي. د دغه ډول يوه وضعيت په رامنځته کېدلو به طالبان پداسې حال کې له يوې لويې تشې سره مخامخ شي چې له خوا به درانه پوځي او امنيتي مسؤوليتونه ورله غاړې شوي، وي او له بل لوري به بېلابېل دښمنان پدې هڅه کې وي چې طالبان د ډول ډول بنديزونو، استخباراتي جګړو، نشنلستي او مذهبي اختلافاتو ته د هوا وروکولو تر فشارونو لاندې وساتي. نو په کار ده چې طالبان خپله دغه ستونزه ښه درک کړي، او له همدا اوسه په مفتوحه سيمو او نورو ځايونو کې خپل نامنظم او رضاکارانه حضور په منظمو پوځي تشکيلاتو واړوي، خپلې وسلې او وسائل په منظم شکل راجستر کړي، او ټولو هغو وسلو، پوځي او لوژستيکي وسائلو او د دولتي تاسيساتو د خوندي کولو لپاره جدي او عملي تدابير په کار واچوي چې تر دې وروسته به يې کليو، ولسواليو او ښارونو کې لاسته ور لوېږي. پدې کار کې بايد دوئ هم دعراق او شام د مجاهدينو له تجربې څخه استفاده وکړي چې څنګه يې له دښمن څخه په نيول شويو وسائلو ځانته يو قوي پوځي قوت جوړ کړ. که پدې کار کې له پوره جديت څخه کار وانخيستل شي نو په راتلونکي کې به افغانستان د پوځي او ملکي وسائلو له سخت فقر سره مخ شي.
۲- د طالبانو بله نيګړتيا داده چې دشلو کلونو تر تېرېدلو وروسته يې بيا هم محوري ارتکاز يوازې د مدرسې او محراب پر قشر دی، او په ښه توګه يې ونشو کولی چې د مکتب او پوهنتون په لکونو ځوانان په خپل بهير کې په پراخه شکل احتوا کړي، پداسې حال کې چې دغه له پامه غورځېدلی قشر تر ټولو ښه با استعداده، باشعوره، له احساساتو او اسلامي څپاندو ولولو سرشاره قشر دی. د يرغلګرو په خلاف او د اسلام په ننګه په راوتليو سراسري مظاهرو کې ددې خلکو پراخو مشارکتونو وښودله چې دغه قشر څومره د قربانۍ د ورکولو همت او وړتيا لري.
که څه هم چې د مکتب او پو هنتون مسلمان ځوانان د يرغلګرو او د هغوئ د ملګرو په خلاف د جهاد له بهيره خپل ځانونه پردي نه بولي خو په یقيني ډول هغوئ د جهادي قيادت د توجه له کموالي ګيلې لري چې که تدارک یې ونشي نو دغه ګيلې به يو وخت په ليرې والي او نفرت بدلې شي. او له دې هم هېڅوک انکار نشي کولی چې که وغواړو او يا ونه غواړو همدغه خلک د افغانستان د دسبا وارثان او د حکومتونو چلوونکي دي نو بايد همدا نن د دوئ اهتمام د جهادي قيادت په اولوياتو کې ځای ولري.
۳- د نړۍ په هر ځای کې هر منظم او اېډيالوژيک حرکت د خپلو افرادو د فکري او عقيدوي تربيې لپاره ښه سنجول شوی د زمانې او حالاتو له غوښتنو سره برابر فکري او تربيوي نصاب لري چې د هغه په توسط نوي نسلونه روزل کېږي او پدې ډول اېډيالوژيک حرکتونه خپل تداوم تضمينوي. هر ديني او سياسي حرکت چې خپل اتباع پر دغه ډول فکري او عقيدوي ادبياتو ونه روزي هغه نو وخت په تېرېدلو له خپل مسيره اوړي او حرکت يې متلاشي کېږي.
طالبان د شلو کلونو تر تېرېدلو وروسته هم تر اوسه پورې د خپلو اتباعو او مجاهدينو د روزلو لپاره دغه ډول يو منظم نصاب چې د قيادت له لوري دې يې پيروان دهغه په لوستلو او تطبيق مکلف وي نه لري،بلکه يوازي يو څو سياسي، نظامي، او فرهنګي لوائح يې تدوين کړي چې د تربيوي مقاصدو لپاره نه دي او يوازې اجرايي لارښوونې لري.
طالبانو ته د يوه ديني، سياسي، نظامي او اجتماعي حرکت په حيث ضروري ده چې د خپل ديني او سياسي فکر د تداوم د تضمين په مقصد د خپلو اتباعو د فکري روزنې لپاره ښه منظم،معاصر او همه جانبه تربيوي نصاب ولري، او د دې نصاب په تدوين کې د پخوانيو او معاصرو اسلامي او جهادي حرکتونو له تجربو استفاده وکړي.او که داسې ونه شي نو د وخت په تېرېدو او د فتنو په زياتېدو په يوازې (عسکريت) او (شډلتوب) د دوئ اتباع د طغيان او بې بندوبارۍ خواته سوق کړي چې بيا به هم دوئ او هم د دوئ امله اسلام بدنام شي.
۴- دا اوس يو منل شوی حقيقت دی چې په فقهي لحاظ يوه برخه افغانان له تقريباً تېرې نيمې پېړۍ راهيسې له حنفي مذهب څخه دباندې د اهل سنت والجماعت د نورو سني مذاهبو د فقهې پيروي کوي. هغوئ اوس يو (امر واقع) دي او د هغوئ له فکر او فقهي معاملاتو سره د مخالفت او مقاومت روحيه خپلول اهل سنت والجماعت په خپل منځ کې په ډېرو کشمکشونو او بې ځايه تعصباتو اخته کوي، او د کفارو او د هغوئ د ملګرو له مقابلې يې مصروفوي.
طالبان د يو برلاسي او حاکم جهت په حيث که څه هم چې د قيادت په لوړه سطحه له دغه ډول تعصب څخه لېرې دي او خپل اتباع هم نه ورته تشويقوي، خو بيا هم په ټيټه سطحه کې په ټولو خواو کې ځينې خلک د دغه ډول تعصب اورته لمن وهي، اختلافي کتابونه او ثبت شوې ويناوې خپروي، او د دغه ډول موادو په خپرولو کې غربي استخباراتي جهتونه او د کابل اداره په بالواسطه ډول لوی لاس لري، او د دواړو جهتونو اختلافي کتابونه په پراخه پيمانه چاپوي او بيا يې په وړيا ډول په خلکو کې وېشي، او حتی په جلال آباد کې داسې هم ليدل شوي چې په مکتبونو او پوهنتونونو کې ځينې رسمي استاذان او مسؤولين خپل شاګردان د دغه ډول اختلافي کتابونو په اخستلو او لوستلو مکلفوي او د دې کار په بدل کې له استخباراتي جهتونو (حق الزحمه) اخلي.
د اهل سنتو په دائره کې دننه هر ډول فقهي تعصبات د اهل سنت د عقيدې پيروان په خپل منځ کې يو له بله لېرې کوي، له خپلو جهادي او سياسي اولويتونو یې غافل ساتي، او صفونه يې نور هم ور ټوټه ټوټه کوي، او بالآخره يې د مسلح تصادم په سنګرونو کې يو د بل په مقابل کې دروي، چې متأسفانه همدغه حوادث په دې وروستيو کې ليدل شوي او تکرارشوي هم دي.
طالبانو ته ديوه مسؤول جهت په حيث په کار ده چې پدې اړه پراخه غېږ، ستراتېژيک تفکير او دور اندېشانه تدابير ولري، او پرېنږدي چې په فقهي او فروعي مجالاتو کې د نظر اختلاف دې يوه لويه برخه خلک د طالبانو د سياسي نظم له غېږې بلې خواته مخه کړې.
له پورتنيو ټولو ستونزو سره سره دا يو منل شوی حقيقت دی چې طالبانو په خارق العاده ډول د نړيوال زبرځواک مقابله په پوره تدبير او مېړانې وکړه، او د نړۍ ډېرو ولسونو ته يې د طاغوتانو په خلاف د پاڅون او مقابلې الهام ور وباښه، او هيله ده چې دالله تعالی په توفيق، له شريعت سره په پوره التزام او بيا د خپل مسلمان ولس له هوښيارو او او اهل رأې او اهل تجربه خلکو سره په مشوره او تفاهم به د خپل ولس او نظام چارې هم په ښه ډول پر مخ بوځي او له خپلو مشکلاتو هم و وځي.