میدان وردګ کي په استناف محکمې ډلیز برید خلاص خو په دکندهار برید لاهم روان دی

نن سهار ۱۰ نیمي بجې دمیدان وردګ ولایت پر استناف محکمې باندي یو شمېر سرتېرو بریدګرو برید ترسره کړ
ولایتي چارواکي وایي ، لومړی یوه تن بریدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته نورو بریدګرو نښته پيل کړه
دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي په برید کې دوه پولیس وژل شوي دي
دمیدان وردګ ولایت امنیه قومندان وایي چې بریدګر څلورتنه وو اوغوښتل یې دمحکمې ودانۍ ته ننوځي خو په وینایې هدف ته تر رسېدو وړاندي په نښه شول
وسلوالو طالبانو تراوسه دمیدان وردګ ولایت دبرید په اړه څه نه دویلي
دا په داسي حال کې ده چې دتېر ماخوستن له اتو بجې راهیسي په کندهار ښار کې دطالبانو له لوري پيل شوې جګړه لاهم روانه ده ماخوستن اته بجې څوتنو وسلوالو طالبانو دکندهار ښار په لسمه حوزه کې دارالمعلمین ته څېرمه دپولیسو په یوه مرکز باندي برید پیل کړ دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په برید کې یې ګڼ عسکر وژلي او حکومت ته یې مالي زیان هم اړولی دی
جاوید احمد