تازه خبر : دغزني د خوږیاڼو ولسوالۍ طالبانو ونیوله

طالبان وایي چې دغزني دخوږیاڼو ولسوالۍ یې له پراخ برید وروسته ترخپل واک لاندي راوستله

د ذبیح الله مجاهد له لوري په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي : «دغه ولسوالۍ چې دغزني له ښار سره ډيره نیږدې پرته ده، دمجاهدینو تر محاصرې لاندې وه او بالاخره نن ورځ د پراخ تعرض په نتیجه کې په ټولیزه توګه د دښمن له کرغیړن وجود څخه پاکه شوه او خلکو يې د آرام او سکون احساس وکړ.»

مجاهد دغه راز زیاته کړې چې په جګړه کې یې ۱۰ تنه عسکر وژلي او ۸ تنه نور ژوبل دي دوه نظامي موټر ویجاړ او یو شمېر وسلې یې هم نیولي دي دغزني دولسوالیو له جملې څخه دناوې ، زنخان ، اورشیدانو ولسوالۍ وړاندي هم دطالب وسلوالو په ولکه کې وې  چې وروستۍ هغه یې دخوږیاڼو ولسوالۍ ده چې طالبان یې تر خپل کنټرول لاندي راولي

دغه راز نن دورځي په اوږدو کې طالبانو له دخوست ولایت موسی خېلو ولسوالي هم محاصره کړې چې دمګړی ددواړو لورو ترمنځ سخته جګړه روانه ده دموسی خېلو ځایي چارواکو له مرکزي دولت څخه دمرستي غوښتنه هم کړې ده
دولتي سرچینو تراوسه د دواړو ولسوالیو په اړه رسنیوته څه نه دي ویلي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button