کندز، ۷۱ عسکر له ۱۸ ټانګونو او موټرو سره طالبانو ته تسلیم شوي

دکندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کي ۷۱ عسکر له ۱۸ ټانګونو او موټرو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي دجلب او جزب دکمیسیون او دسیمه ييزو طالبانو په هلو ځلو ۷۱ عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او دوی ته تسليم شوي دي.

دمجاهد په خبره، چي په تسلیم شویو کي ۲۶ دملي اردو عسکر او ۴۵  تنه یې اربکیان او پولیس دي.

طالب ویاند ویلي، چي دغوعسکرو له ځانونوسره  ۷ ټانګونه، ۸  رنجر موټر، دوه کرولا موټر او یوه سراچه موټر راوړي دي، په دې برسېره یې ۱۰ موټر سائيکل هم طالبانو ته ور وړي دي.

دغه عسکر له ګڼ شمېر درندو او سپکو وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي تسلیم شویو عسکرو یو هشتادو دو، ۵ میله پيکا، درې میله راکیټ، ۲۰ میله کلاشينکوفه او یوه تومانچه  طالبانو ته ور وړي دي.

دمجاهد په خبره، چي ددغو عسکرو تود هرکلی  وشو او ددوی دغه عمل وستایل شو.

تراوسه دکندز او کابل چارواکو په دې اړه څه و یلي نه دي، خو په دې وروستیو کي دعسکرو تسليمېدل او له خپلو لیکو تښتيدل زیات شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button