د شهید منصور صاحب سره د یوه مجلس خاطره

قاري حبیب

د ۱۴۳۶ هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې ۲۴ مه نیټه وه، هغه وخت چې لا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبره نه وه اعلان شوې او شهید منصور صاحب تقبله الله د امارت د نا اعلان شوي مشر په حیث دنده اجراء کوله نوموړي غوښتل د اسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون له مسؤلینو، قلموالو،تخنیکي مجاهدینو او ټولو کارکوونکو سره له نږدې وګوري د هغوی کارونو وارزوي،پیشنهادات او خبرې یي واوري او مخامخ ورسره د زړه خواله وکړي.

غرمې ته له څه وخت پاته و چې منصور صاحب د فرهنګي کمیسیون د ملګرو مجلس ته تشریف راووړ، فرهنګي مجاهدین یي د احترام په خاطر ولاړ شول، له هر ملګري سره یي په غیږ روغبړ وکړه،د روغبړ له پای ته رسیدو وروسته دفرهنګي کمیسیون محترم رئیس جناب متقي صاحب مجلس پیل کړ لومړی یي هر ملګری ورته معرفي کړ،او بیایې لنډې افتتاحیه خبرې یي وکړې.

وروسته د ملګرو د انتظار موافق جناب ملا اختر محمد منصور صاحب خپلې خبرې په حمد او صلاة سره پيل کړې. چې مایي ځیني برخې په کاغذ راسره یاداشت کړې چې غواړم دلته یي له تاسو سره هم شریکې کړم.

جناب منصور صاحب په پيل کې له فرهنګي او قلمي مجاهدینو منننه او قدرداني وکړه او دفرهنګي کمیسیون کارنامې یي وستایلې،نوموړي وویل : لله الحمد زموږ مطبوعاتي او نشراتي کارونه له نظامي جهادی فعالیتونه سره غبرګ او څنګ په څنګ روان دي،دا ستاسو دمشقاتو او اخلاص برکت دی چې دا شعبه په ډیره ښه طریقه فعاله ده،دامارت مشرتابه ستاسو د هریوه ملګري د مخلصانه او دقیق کار قدرداني کوي او له الله تعالی څخه درته پوره پوره اجرونه غواړي .

نوموړي وویل : موږ پوهیږو او نړیوال هم پوهیږي چې داسلامي امارت نشراتي فعالیت د امکاناتو په نسبت ډیر پراخ او سریع دی،تاسو هر یو په خپل کاري بخش کې داسلامي امارت نماینده یاست او باید دغه عهده په ښه توګه ترسره کړئ .

لله الحمد د فرهنګي کمیسیون په رأس کې ټول اهل کسان دي،چې زموږ ورباندې اعتماد دی او د فرهنګي کمیسیون دمشرانو اهلیت ددې سبب دی چې موږ له دې جهته بیخي مطمئن یو، له همدې امله مو په تاسوډیره پوښتنه نه ده کړې .

جناب منصور صاحب زیاته کړه : په فرهنګي او نشراتي کارونو کې باید ډیر دقیق واوسو،خپلې رسمي پالیسۍ ته مو باید همیشه پام وي او باید ورباندې پوه واوسو،نن سبا حالت ډیر سخت او همیشه بدلیدونکي دي چې له موږ نه ډیر دقت او هوښیاري غواړي .

نوموړي له دې وورسته د یوشمیر موضوعاتو په اړه لکه روان جهاد، له القاعده تنظیم سره د رابطې،د ښځو حقوق او تعلیم،د سولې مذاکرات او یوشمیر نورو موضوعاتو په اړه داسلامي امارت رسمي پالیسي بیان کړې،چې دملګرو د قناعت سبب شوې، نوموړي له دنیا سره د تعامل په اړه زیاته کړه .

دنیا یا نړیوال حکومتونه ځکه له موږ سره توافق ته نه رسیږي، چې زموږ او ددوی ترمنځ په اساسیاتو او ارزښتونو کې ډیر تفاوت دی، اوسنۍ نړۍ له دین او دیندارۍ څخه بیلارې شوي ده، او شریعت ته هیڅ عملي اعتناء نلري، په داسې حال کې چې موږ شریعت ترټولو لوړ ارزښت بولو او دهمدې لپاره مبارزه کوو، دنیا له موږ غواړي چې له بعضې شیانو ورتیرشو له ځینو به دوی راتیر شي، دوی شاید راتیر شي ځکه ددوی ارزښتونه خودساخته دي، چې خپله یي جوړ کړي او په خپل یي فسخ کولای هم شي اما زموږ ارزښتونه خو اسماني دي ،موږ هیڅ داسې شی نلرو چې تر هغه تیر شو، مثلا دوی وایي له حدودو، د ښځو له حجاب او ستر یاداسې نورو اسلامي ارزښتونو راتیر شئ، خو آیا موږ له دې شیانو تیریدلای شو؟ ځواب واضح دی چې نه . ځکه همدا زموږ دین دی په همدې مکلف یو دا شیان موږ ته الله تعالی ټاکلي چې موږ یي منسوخ کولای نه شو .

نړیوال وایي چې امارت سخت دریځه دی، باید ووایم چې امارت سخت دریځه نه دی،موږ یوازې په دین ټینګي منګولې لګولې خو داچې نړیوال له دین څخه پردي شوي نو موږ ورته سخت دریځه ښکارو .

باید ووایم چې د فتنو په دې دور کې همدا په دین اعتصام ددې باعث شوی چې موږ په نړۍ کې یوازې شو،موږ ددنیا په اعتبار یوازې یو مګر دالله تعالی په نزد یوازې نه یو، ځکه الله تعالی له موږ سره دی ، پریږده که دنیا راسره غاړه نه وړي خو موږ به په الله تعالی تکیه کوو،ځیني خلک وایي ستاسو ځواک دومره نه دی چې وطن ونیسئ باید ووایم چې موږ د وطن په نیولو مکلف نه یو بلکې د عقیدې په ساتلو مکلف یو .

په افغانستان کې روان جنګ زموږ یو ضرورت دی، هیڅوک له مستۍ جنګ نه کوي هرچا ته ارامي خوند ورکوي، خو زموږ هیواد ته کفار راغلي دي،زموږ هیواد یي اشغال کړی او اسلامي نظام یي رانړولی دی،دوی زموږ په مفکوره کارلري،زموږ نسل راګمراه کوي او د داسې کفري فعالیتونو په وړاندې په موږ جهاد فرض عین دی .

جناب منصور صاحب نورې هم خورا په زړه پورې څرګندونې وکړې، نوموړی په سړه سینه ژور غږېده او دمسائلو په اړه یي د مشرتابه دریځ خورا واضح بیاناوو، د نوموړي له خبرو وروسته د فرهنګي کمیسیون مرستیال مرحوم حقانی صاحب او ورپسې   داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد صاحب خبرې پیل کړې او بیا د مجلس هر ملګري ته د خبرو نوبت ورکړل شو ترڅو که د امارت د پالیسۍ، کړنو او فعالیتونو په اړه کوم نظر، پیشنهاد یا اعتراض لري په ازاده فضاء کې یي مطرح کړي.

ددې مجلس په جریان کې د جناب منصور صاحب په لاس کې قلم او کتابچه وه چې د هر ملګري خبره یې یاداشتوله او بیا به یي که ځواب یا وضاحت غوښت په ډیر خوږه ژبه یي ورته ځواب وایه.دا مجلس دا برخه ځکه ډیره جالبه وه چې د بیان پوره ازادي وه او د عمري حاکمیت یوه ژوندۍ بیلګه چې د مجس هر عادي ګډونوال کولای شوای خپل انتقاد یا وړاندیز په پوره جرأت سره د خپل امیر په وړاندې ووایي او د منصور صاحب لخوا یي هم په ویړه ټنډه هرکلی کیده او واضح ځوابونه ورته ویل کیدل.

د مجلس په وروستۍ برخه کې منصور صاحب یو ځل بیا لنډې خبرې وکړې چې ما له ځان سره داسې یاداشت کړي دي.

منصور صاحب وویل: اسلامي امارت زموږ او تاسو ګډ کور دی،کوښښ به کوو چې دا کور محفوظ وساتو او څوک یي رانه کنډو نه کړي،له تبعیض او تعصب نه باید ځان وساتو،خپل منځي اتحاد، اطاعت، تقوا، اخلاص او داعمالو اصلاح ته باید ډیر متوجه واوسو،ځیني ملګري له تقوا څخه دا معنی اخلي چې یوازې په پیسو او مالي چارو کې له حرامو ځان وساتي، خونه، تقوا باید په هرڅه کې ولرو، له خپلو ملګرو سره په چلندکې،په خپل جهادي کار او ټولو کړنو کې باید تقوا ولرو.

ددې په ځای چې دبل په عیبونو پسې وګرځو باید خپل عیب ته متوجه واوسو، داسلامي امارت پالیسۍ یا ځیني کړنې که درته ناسمې ښکاري په وړاندې یي په پټو سترګو اقدام مه کوئ لږترلږه یوځل ځان ته موضوع معلوموئ او وضاحت غواړئ .

د اسلامي امارت نائب په پای کې له ملګرو د خصوصي دعاګانو غوښتنه وکړه نوموړي وویل سخت او دروند مسؤلیت ورلغاړې دی او ټول ملګري باید ورته د استقامت او اصلاح دعاګانې وکړي .

د مجلس له پای ته رسیدو وروسته مو له جناب منصور صاحب سره خدای پاماني وکړه. نوموړي په همدې یوه مجلس زما غوندې د ډیرو ملګرو په زړونو کې ځان ته ځای پیدا کړی و، نوموړی عاجز، ارام او په عیني حال کې باثباته او جرأتمند سړی برېښېده چې د زعامت لپاره یي فوق العاده وړتیا درلوده.

د نوموړي هجر که څه هم خورا دروند دی مګر دا چې د الله تعالی تقدیر دی موږ ورباندې راضي یو، هغه سپیڅلی انسان واقعا یوازې د شهادت له مرګ سره جوړېده له الله تعالی څخه ددې لوی ویاړ قبولیت ورته غواړم، موجوده زعیم جناب اخندزاده صاحب ته هم دده غوندې تر وروستۍ سلګۍ پورې ثبات او شریعت ته د التزام دعاء کوم او الله تعالی ته سوال کوم چې د دښمنانو له اذیت څخه یي محفوظ وساتي. آمین یارب العلیمن.

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button