ملا اختر محمد منصور ددرملنې په موخه ايران ته تللی و. نيويارک ټائمز

امريکايې ورځپاڼې نيويارک ټائم ليکلي چې ملا اختر محمد منصور دخپلې معالجې لپاره ايران ته تللی وو، ځکه هغه ويره لرله چې په پاکستان کې ددرملنې پر مهال هغه د نيول کيدو له ګواښ سره مخ کيدای شي.
دامريکايئ ورځپاڼې نيويارک ټايم له راپور سره سم ملا اختر محمد منصور له ګڼ شمير ناروغيو سره لاس وګريوان وو، خو نوموړي يې په پاکستان کې درملنه کول نه غوښتل ځکه هغه ويره لرله چې که پاکستاني چارواکي ورباندې خبر شي نو وبه يې نيسي، نو ځکه نوموړی ايران ته ولاړ او خپله درملنه يې وکړه، ددې لپاره هغه په قانوني توګه ويزه هم لاسته راوړې وه او پدې لړ کې يې له پاکستاني پاسپورت څخه استفاده کړې وه.
دنيويارک ټايم په راپور کې وړاندې راغلي چې ملا اختر محمد منصور له ايران څخه دراستنيدو پر مهال په نښه کړل شو، له څو مياشتو راهيسې امريکا هغه تعقيباوه، اوورباندې دبريد اجازه دامريکا ولسمشر باراک اوباما ورکړې وه.
ورځپاڼه وايې : چې امريکايې چارواکو پاکستان هم څو اونی وړاندې له دې بريد څخه خبر کړی وو، او پاکستان هم دملا اختر محمد منصور په اړه ځينې معلومات له امريکايانو سره شريک کړي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button