حافظ حقاني: راتلونکي ولس ته نه باید تونده ژبه او توند افکار ور انتقال کړو

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): په ارګ کې د پرونۍ جوړې شوې غونډې ته د تماس کمیسیون غړي ښاغلي انس حقاني په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې موږ نه باید خپل راتلونکي نسل ته تونده لهجه او توند افکار په میراث پرېږدو.
یاده غونډه چې د ارګ په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پکې د کابینې مهمو غړو، قومي مخورو، علمي او فرهنګي سټو، ځوانانو او سیاسي څېرو برخه اخیستې وه.
یادې غونډې ته ښاغلي حقاني وړاندې وویل چې دا یو ښه فرصت دی چې موږ د یو بل خبرې واورو او سپیناوی رامنځته شي. د نوموړي په خبره چې دا غونډه ژوندۍ د رسنیو له لارې پرته له کوم سانسور څخه خپریږي او هر چا ته اجازه شته چې د زړو خبرې په خبرو راوړي؛ خو نړۍ بیا زموږ انځور دغسې نه ښیي او حقیقتونه په پردو کې پوښي.
ده زیاتوله چې بېځایه تبلیغاتو او اوازو زموږ کادرونه تېښتې ته اړ کړي. دو ی په خپله نه وځي؛ بلکې اختطاف کیږي. د نوموړي په وینا چې په ځوانانو کې مایوسي ځای نیولی؛ خو دا په حقیقت کې د دوی او زموږ ترمنځ د نه تفاهم وجه ده.
دی وايي چې هیوادونه په سوله کې پرمختګ کولی شي. لسیزو تپل شویو جګړو موږ اقتصادي بساینې او د بېخبناوي پوره رغاوي ته پرېنښودو. ښاغلي حقاني اوسني فرصت څخه ګټه اخیستنه اړینه بلله.
نوموړي په افغانستان کې روان اقتصادي او رغنیزې چارې په نېک شګون ونیولې او د کابل په ګډون یې د ټولو ولایتونو د ښاروالیو ستاینه کوله. دی وایي چې اسلامي امارت د خبرو نه، بلکې د عمل خلک دي او د داسې غونډې زیاتول یې د ستونزو او ناسم پوهاوي په ورکاوي کې اړینې بللې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button