د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست: دیني او دنیوي ښېګڼې یوازې په اسلامي نظام کې دي

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا په پرونۍ غونډه کې زیاته کړه چې د دونیا او اخرت ګټې او ښېګڼې یوازې د اسلامي نظام په پلي کېدو کې دي.
دی وایي چې ډېری پرمختللي هیوادونه ګورو چې د ژوند هره اساني لري، خو ذهني سوکالي نه لري او ژوند یې په عذاب کې تېريږي. اسلامي نظام ذهني ارامي، سکون او سوکالي رامنځته کوي او د دې نعمت پر ارزښت هغوی تر موږ ښه پوهیږي چې له دې نعمت څخه محروم دي.
په پرونۍ غونډه کې چې د ارګ په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پکې د کابینې یو شمېر غړو، قومي مخورو، ځوانانو، د پوهنتون استادانو، علمي او فرهنګي څېرو او نورو پکې برخه اخیستې وه.
نوموړي داسې غونډې اړینې او ګټورې وبللې. ده وویل چې دا هغه غونډې دي چې موږ پکې په اسانه د یو بل خبرې واورو، وزغموو او حللارې ورته ومومو.
دی وایي چې د دوښمن ټول زور پر خواله رسنیو اچولی او له دې لارې د اسلامي امارت او افغانانو ترمنځ د ځانځاني تخمونه شیندي. خیرخوا همداشان افغان او بهرني پانګوال په افغانستان پانګه اچونې ته راوبلل.
نوموړي وویل چې اوس په ټول هیواد کې هر افغان په ازادانه ډول په شپه او ورځ کې سفرکولی شي او هېڅوک حق نه لري چې ترې وپوښتي چې ته د کوم، ځای، خېل او قوم څخه يې او دلته څه کوې؟
دی زیاتوي چې هرڅوک چې خپل عزت او درناوی په نورو هڅوبونو او ارزښتونو کې ګوري، هېڅکله به د سرلوړي څښتن نه شي. نوموړي بیا ځلې افغانان ورورګلوي او خپلمنځي مینې او یووالي ته راوبلل.
ده هیله یې ښوده چې د داسې غونډو لا ډېرولو ته اړتیا شته چې پکې په اسانۍ یو بل واورو، وونیو او له نږدې د ستونزو حل ته متوجې شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button