ایران پرون خپل نوی بالستیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ایران پرون پنجشنبه خپل دوه زره کیلومتره واټن ویشتونکی بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وتوغاوه.
دا راکت د تاکتیکي وړتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مایع تېلو پر پرمختلليو ماشینونو سمبال شوی دی.
د راپور له مخې، دا توغندی پوره نښه ویشتونکی دی او وروستي پړاو ته له لارښوونې پرته ۲۰۰۰ کیلو متره واټن ته ځان رسولی شي.
د ایران له یاد قدام سره سم د امریکا او فرانسې هیوادونو لوړپوړو چارواکو دایران وروستي اقدامات له خطره ډک ګڼي او فکر کوي چې د داسې توغندیو ازمویل به د سیمې او نړۍ هیوادونو ته لوی ګواښ پېښ کړي.