یونیسف: د افغانستان په مرکزي سیمو کې مو تر زرو زیاتو کسانو ته د تغذیي په برخه کې روزنه ورکړه

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې شاوخوا ۱۱۰۰ تنو ته د تغذیې په برخه کې روزنه ورکړې او د هیوادوالو چوپړ ته مو چمتو کړ ي دي.
د یونېسف د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دغو کسانو ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ په همکارۍ روزنه ورکړل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درې ميلیونو زیات کوچنیان او تر اته لکه زیاتې پۍ ورکوونکو مېرمنې له سختې خوراځواکۍ او کمزورۍ سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې یونیسف پخوا هم د افغان ماشومانو او مېرمنو لاسنیوی کړی او په روغتیایي برخو کې یې له دوی سره مرستې کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button