په ننګرهار کې د پولیو درېیمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد ولایت نازيانو ولسوالۍ کې يو دوه نيم کلن ماشوم په پوليو يا ګوزڼ اخته شوی دی.
دا ریاست وایي چې دوی تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت کړې وې چې له دې نوې پېښې سره سږکال په ټول ننګرهارکې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې.
د ملګروملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسؤل سید کمال شاه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې لا هم د نورو مثبتو پېښو او نورو سیمو ته یې د غځېدو امکان شته.
هغه ویلي چې د همدې لپاره په راتلونکې جون میاشت کې په ختیځو ولایتونو کې مو د واکسینو د عمومي کمپاین پلان نیولی دی
ځایي چارواکو هم د پولیو یا ګوزڼ دا نوې پېښه تایید کړې ده او له خلکو یې غوښتي چې د پولیو کمپاين پر مهال خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسين کړي.
روان کال کې تر دې مخکې هم د ننګرهار په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د پوليو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. یاده دې شې د لمریز لېږدیز کال په رابره کېدو سره د نورو زونونو په پرتله په ختیځ زون کې د ګوزڼ پېښو زیاتوالی لیدل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!