امریکا: د ایران لرې واټن ویشتونکی توغندی ګواښونه رامنځته کولی شي

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالات څرګندوي چې د ایران لرې واټن ویشتونکي توغندي جدي ګواښونه رامنځته کوي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړه چې ایران یو لیرې واټن ویشتونکی بالسټیک توغندی وازمایه.
فرانسې هم د ایران د بالسټیک توغندي دغه ازموینه وغندله او هغه یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ پرېکړهلیک څخه چې په ۲۰۱۵کال تصویب شوی، سرغړونه وبلله.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران وسلهوالو ځواکونو پرون پنجشنبې یو نوی منځنۍ واټن ویشتونکی توغندی ښکاره کړ چې د دوه زره کیلو مترو په واټن کې هدف په نښه کولی شي.