د پاکستان پخوانی لومړي وزیر، مېرمن یې او د تحریک انصاف یو شمېر نور غړي ممنوع الخروج اعلان شول

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د پاکستانی پخوانی صدراعظم عمران خان، مېرمن یې بشرا بي بي او د تحریک انصاف ګوند نورو لوړپوړو غړو نومونه هغه لېست ته اضافه شول، چې له مخې یې بهر ته د تللو اجازت ورته نشته.
دا پرېکړه د پاکستان د مرکزي څېړنو ادارې، د احتساب ملي ادارې او د پولیسو په غوښتنه شوې ده.
ویل کېږي په دې لېست کې د یادو کسانو نومونه د مارچ پر نهمه د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د لاریونونو او ورانیو له امله اچول شوي دي.
عمران خان ویلي، چې له هېواده د بهر تللو نیت نه لري، ځکه په وینا یې، نه بهر کاروبارونه او نه یې جایدادونه شته.
په لېست کې د اسد عمر، فواد چوهدري، ملیکه بخاري، قاسم سوري، اسد قیصر، مراد سعید، حماد اظهر، ډاکتر یاسمین راشد او میا اسلم اقبال نومونه راغلي دي.
د یادونې وړ ده چې اسد عمر، فواد چوهدري، ملیکه بخاري او ځینو نورو د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند نه خپله لاره جلا کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button