د ریاست الوزرا اداري مرستیال پرون د هیواد له یو شمېر متنفذینو او اقتصادي فعالانو سره وکتل

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازيګر په یوه غونډه کې د هیواد له یو شمېر مطرحو څېرو او اقتصادي فعالانو سره کتلي او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې بحثونه کړي دي.
په دې کتنه کې، حاجي اسحاق او حاجي محمد اصف د نورو په استازيتوب خبرې وکړې. دی خوښ و چې د اسلامي امارت د خپل ولس پرمخ خپلې دروازې خلاصې پرېښي او رعیت په اسانه کولای شي چې له خپلو حاکمانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.
هغوی د هر ډول اقتصادي فعاليتونو لپاره د زميني برابرېدل او د ټولنې د ټولو اقشارو د ځاني او مالي امنيت تامين له مهمو موضوعاتو وبلل، چې خوشبختانه د اسلامي امارت له لوري برابر شوي دي.
د یادو سوداګرو او اقتصادي فعالانو چې ډېری یې د کبانو د فارمونو درلودونکي وو، له ښاغلي حنفي څخه د یاد کسب لا ترویج، کار او د کبانو لپاره یې بازار موندنه غوښته.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، چې اسلامي امارت اقتصادي پراختيا او هيوادوالو ته د هوساينې برابرولو لپاره د هر ډول مشروع پانګونې او سوداګرۍ ملاتړ او هرکلی کوي.
حنفي له دې شمېر هیوادوالو سره ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې به حتمي ورته بازار مونده کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button