په جوزجان کې ترافیکي پېښې یو تن وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د یاد ولایت ځایي مسوولین مني چې د جوزجان-بلک پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ امنیه قومندان کفایت الله صداقت وايي، تېره شپه شاوخوا یوه بجه د فیض آباد ولسوالۍ اړوند د جوزجان-بلخ پر لویه لار د سه درک په سیمه کې د دوو بار وړونکو موټرو تر منځ ټکر شوی دی.
د ښاغلي صداقت په خبهر چې ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
صداقت اندېښنه ښیي چې ښایي ټپیان ونه پایي او له ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړي. دی وایي چې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې غوري او نه اختیاط وو.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو کې د پام وړ ډېروالی لیدل شوی چې لوی دلیل یې دموټروانانو خپله بې غوري او بې اختیاطي ده.