په تېرو څلورو ورځو کې طبیعي پېښو د شاوخوا دیارلس تنو هیوادالو ژوند اخیستی دی

عزم( جمعه، د غبرګولي پینځمه، ۱۴۰۲): د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د بدخشان سیمه ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله د درېیو کسانو د مړه کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د په همدې حال کې د بدخشان – تخار د لويې لارې يو شمېر مسافر وايي، چې له شاوخوا څلورويشتو ساعتونو راهيسې دغه لويه لاره د سيلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده. د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په نهو ولايتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې درې زره جريبه کرنيزه ځمکه او ٥٦ د استوګنې کورونه په بشپړه او او نیمه بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button