په کره کتنه کې د زغم نښې

مصطفی سمون
کره کتنه څنګه وزغمو؟
کره کتنه او د هغې زغمل د دروېش دراني د خوږو او علمي الفاظو ډک هغه اثر دی، چې هره برخه یې سړي ته د زغم لارې ښیي. د دې لارو سره دې اشنا کوي هم او د لویو اشخاص له هنر او کتابونه سره هم د اشنایۍ لارې راښیي. موږ درانی صاحب یوازې د نظم په میدان کې بریالی بولو؛ خو د ده نثر چې سړی ولولي؛ نو هله د ده د قلم زور د نثر په میدان کې هم ور ښکاره شي. له دې مخکې مې د پښتني ژوند کړه وړه اثر هم لوستی، چې هغه یې هم په تاریخي او علمي لحاظ ډېر ښه اثر دی، چې د دراني صاحب د علمي مباحثو په رابرسېره کولو کې د ده علمي درایت ښه را څرګندېدای شي. د کره کتنې او د هغې زغمل په اثر کې ټول بحثونه په شعر باندې راڅرخي او ځينې داسې بحثونه یې هم را برسېره کړي، چې زموږ په ټولنه کې د هغه په اړه ګونګ بحثونه کېږي؛ خو دراني صاحب د دې بحثونه په اړه د بېلابېلو لیکوالانو او کره کتونکو اقوال او نظرونه را اخیستي، چې دې بحثونو ته په علمي او منطقي لحاظ ځوابونه وموندل شي. لکه، توارد او شعري استفاده، شعری سرقه او د غنیمت مال، ازاد شعر او د مخزن الاسلام فورم او د مظلوم پیر تر عنوان لاندې د پیر روښان په اړه هر اړخیز او مستدلل بحث کړی دی. د دې ترڅنګ یې د پښتو ژبې په سترو شاعرانو باندې له بېلابېلو زاویو بحثونه کړي، لکه. خوشحال بابا، رحمن بابا په اړه وایي، چې د هلکوالي په زمانه کې به زما په ذهن کې یوه پوښتنه وه او هغه دا چې په پښتو کې خوشحال خان لوی شاعر دی که رحمن بابا؟ یوه ورځ مې یو عبارت تر نظر تېر شو، په هغه کې لیکلي و، چې قلندر مومند وایي، خوشحال خان خټک او رحمن بابا د پښتو پر مخ باندې د دوو سترګو په شان دي. سترګه که یوه زیاته غټه شي؛ نو هم مخ ورباندې خرابیږي او که بله زیاته غټه شي هم، ځکه نو په دغو دوو شاعرانو کې یو لوی او بل کوچنی ثابتول د پښتو د مخ د خرابولو مانا لري.

داسې شاعرانه دلایل او مستدلل مباحث د دراني صاحب په اثر کې ډېر لیدلی شو، د دې ترڅنګ یې د پښتو ژبې پر نورو شاعرانو لکه، حمید مومند، کاظم خان شیدا، حمزه بابا، غني خان، اجمل خټک او قلندر مومند هم خبرې کړې دي. اخري عنوان یې د پینځم دروېش تر عنوان لاندې خپله بیوګرافي او د ژوند پېښې داسې په هنري او داستاني شکل بیان کړې دي، چې هر شخص د ده له هڅو او په ژوند کې د ستونزو او علم سره د مینې په لټه کې، د کتابونه سره د اشنایۍ او د نړيوالو ادبیاتو په ارزښت د پوهېدلو لارې چارې ښودل او د علمي سټو سره د ناستې او ولاړې تاثر په عملي ژوند کې د ښودلو لپاره ښه پرانستې کړکۍ ده.

درانی صاحب د محصلۍ په دوران کې د درسي کتابونو تر څنګ د نورو کتابونو د مطالعې ارزښت او په ژوند کې د هغو نښې او بېلګې موږ ته ښيي، چې مطالعه د انساني ژوند په بدلون کې څومره رول لري. له دې سره د نړۍ ادبیاتو او اثارو سره د اشنایۍ ښه اثار او لیکوالان د مطالعې لپاره ترې انتخابولی شو، د ده د ځیرک او مفکر لید له زاویو هم ښه ګټه اخیستلی شو.

په ټوله کې دا اثر په لوستلو ارزي او سړی ډېر له نوو خبرو او شاعرانه رموزو او اثارو سره د اشنایۍ لارې ته سیخوي؛ نو پر دې بنسټ د ده په دې اثر کې د زغم نښې ښه حس کولای شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button