Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د ژوندانه لس لوی حقیقتونه

۱. ژوند تل پر عادلانه مسیر او باانصافه نه وي. بدې پیښې او له ناهیلي‌کوونکو حالاتو سره ښه خلک مخ وي او د ژوند ښه حالات بیا پر بدو خلکو حاکم وي. اصلاً ژوند دا نه دی چې له موږ سره څه کیږي او د کومو حالاتو سره مخ کېږو، بلکې ژوند دا دی چې راغلو حالاتو ته موږ څه ډول ځواب وایو.

۲. ټول له ځان څخه راضي او خوشحاله ساتل ممکن نه دي. دا هیڅ مهمه نه ده چې تاسو څه کوئ، بد کوئ که ښه کوئ؛ خو تل به یو داسې څوک وي چې ستاسو کړنې به یې نه خوښیږي. نو خپل ځان ته پر ښه ژوند جوړولو، غوره ژوندکولو او خپل ځان ته پر ریښتیني پاته‌کېدو مو تمرکز وکړئ.

۳. ناکامي، پاته کېدل او بریا ته نه رسېدل زموږ د ژوند یوه برخه ده. موږ تر بریاوو له ناکاميو څخه ډېر څه زده کوو، نو هیڅکله د یوې نوې هڅې له آزمایلو او خطر اخیستلو څخه مه ویریږئ.

۴. وخت ارزښتمن او قېمتي دئ. موږ پر دې ځمکه یوازې یو محدود وخت لرو، نو ځکه خو ورڅخه ډیره ګټه پورته کړئ. د هغه خلکو سره وخت تیر کړئ چې تاسو ورسره مینه لرئ او هغه کارونه وکړئ چې تاسو خوشحاله کوي او رواني سکون دربخښي.

۵. خوښي د انسان په دننه کې را پیداکیږي. بهرني عوامل ممکن لنډمهاله خوښي درکړي، مګر ریښتینې خوښي له دننه څخه راځي. د خوښۍ موندلو لپاره پر کوچنيو شیانو او د مثبت ذهنیت پر وده مو تمرکز وکړئ.

۶. له بدلونونو څخه سترګې نه شو پټولی. ژوند د بدلونونو څخه ډک دئ، نو ځکه باید د بدلون د تطبیق زده کړه وکړئ. بدلون ومنئ او د خپلي ودې او نویو تجربو د ترلاسه کولو لپاره ورڅخه د یوه فرصت په توګه استفاده وکړئ.

۷. بریا تل هغه څه نه وي چې تاسو یې وینئ. بریالیتوب په ډیرو لارو تعریف کیدای سي، خو د پیسو یا شهرت لرلو تعریف ورته تل نه سو کولی(ځیني وختونه به ورته دا تعریف صحي وي). د بریا هغه تعریف چي تلپاتي دئ، هغه د اهدافو د ترلاسه کولو او د بشپړ ژوند کولو څخه عبارت دئ.

۸. ژوند د پېشبینۍ وړ نه دئ، بلکي غیر متوقع دئ. صحي خبره ده چي د ژوند لپاره ډېر پلانونه ولرئ، خو ټول پلانونه مو غلط کېدلی هم سي. نو د ستونزو، کړاوونو او مصیبتونو په مقابل کې حوصله زده کړئ او حوصله لرونکي اوسئ.

۹. موږ ټول انسانان یو (له ځان څخه پوره نه يو). زموږ ټولو څخه غلطۍ کیږي او نیمګړتیاوي لرو. نو یو بل درک کړئ، له ځان او نورو سره مهربانه اوسئ او یاد ولرئ چې موږ ټول د يوه څه او یا یوې کړني په ترلاسه کولو کي تر خپل وس او توان پوري مسؤله يو.

۱۰. د اوسنۍ شېبې درناوی وکړئ. ژوند یو قیمتي ډالۍ ده، او موږ یې باید هره شیبه ستاینه وکړو. د خوشحاله اوسېدلو لپاره سبا ته انتظار مه کوئ، په اوسني وخت یعني نن کي ژوند وکړئ او له ژونده مو هره ورځ ډیره ګټه پورته کړئ.
.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button