پاکستان: د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو له سره غور کوو

150223103217_afghan_refugees_640x360_bbc

اسلام اباد (عزم: جمعه ٥ چنګاښ٩٤)

پاکستان ويلي دي چې په دغه هېواد کې دميشتو شاوخوا ۱،۵ ميليونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په پرېکړه له سره غور وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه به راتلونکې اګست میاشتې پورې د کډوالو ستنېدو پلان چمتو کړي.

په پاکستان کې دافغان کډوالو موده له دې مخکې هم څو ځلې غزېدلې خو تېر کال ددسمبر په مياشت کې  د پېښور په يوه پوځي ښوونځي د بريد له امله چې شاوخوا ۱۵۰ تنه زده کوونکي په کې ووژل شول پاکستان په دغه هېواد کې په افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړه او په تېر ژمي کې په زرګونو کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې.

په پاکستان کې دميشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان ميلادي کال د دسمبر تر اخره پورې ټاکل شوې  ده خو د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ ويلي چې تمه ده د افغان کډوالو د پاتې کېدو په نېټه کې پراخوالی راشي او ددې موضوع په اړه له افغان حکومت سره په اړيکه کې دي.

په پاکستان کې له تېرو ۳۵ کالونو راهيسې افغان کډوال ميشت دې چې د روسانو د يرغل پر مهال دغه هيواد ته مهاجر شوي دي.

عبداللطيف نظيف 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button