امریکا کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې

عـــــزم ( ۵ چنګاښ ۱۳۹۴) د امريکا په الاسکا ایالت کې یوه کوچنۍ مساپر وړونکې الوتکه نسکوره شوې او پکې سپاره ټول کسان مړه دي .
د الاسکا امنيتي مسؤلينو په وینا الوتکه د کیکيچان ښار په شمال ختيځه ۳۰ کلو مترې کې د ایلا سېند په غاړه غورځېدلې .
دغه راز پولیسو زیاته کړې چې د پيلوټ په ګډون الوتکه کې ټول سپاره کسان ځاي پر ځاي مړه شوي دي .
له بلې خوا د فرانس پریس خبري اژانس ددې پخلی کړی او زیاته کړې يي ده چې په یاده الوتکه کې یو پیلوټ او ۱۰ کسان مساپر بار وه چې الوتکه نسکوره شوه .
اژانس زیاتوي چي د سپرلې هویت نه ده تثبیت شوی خو دومره يي معلومه کړې ده چې لس کسان دي .
اوس مهال سیمې ته د ژغورنې امله رسېدلې ترڅو د پېښې تحقیق وکړي ، قربانیان معلوم کړي او مړي يي خپلو کورنیو ته وسپاري .
اود الوتکې د غورځېدو لامل لاتراوسه نه ده څرګند شوی .
حماس افغان