انګلستان ته په پټه اووښتونکي ۳۵ افغانان ونیول شول
لندن(عزم: جمعه ٥ چنګاښ٩٤)
د انګلستان پولیسو په یوه سرحدي سیمه کې د افغانانو په ګډون د بیلابیلو هیوادونو ۶۸ هغه وګړي نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخل شي.
راپورونه وایي په نیول شویو کسانو کې ۳۵ تنه یې افغانان دي او پاتې نور یې د چین، ویتنام او روسیې اوسیدونکي دي. سرچینې زیاته کړې چې دغه کسان باروړونکیو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او د ایزکس ښار د هارویچ په بندر کې په دې وروستیو کې نیول شويدي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۵ یې شړل شوي دي او د نورو په اړه څیړنه روانه ده.
د سرچینې په حواله د دغو کسانو د قاچاق په تور څلور پولنډي موټر چلوونکي هم نیول شوي دي.
انګلستان ته په ناقانونه لاره داخلیدونکي کسان په ناوړه حالت کې سفر کوي. دوی په دغه سفر کې د هوا له کمښت سره مخ کیږي او روغتیايي ستونزې ورته پیدا کیږي.
د انګلستان د کډوالو چارو وزیر جیمز بروکنشیر ویلي چې له دغو کسانو څخه ډیری یې د سینې له درد او زړه بدوالي له کړاوه رنځ وړي. بروکنشیر د معلوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې دوه بې سرپرسته ماشومان او دوه حامله میرمنې هم شاملې دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ډېری افغانانو اروپا ته په قاچاقي لارو تګ ډير کړی دی چې غواړي هلته په اروپايي هيوادونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي خو ډیر هغه افغانان چې اروپا ته په قاچاقي تګ کې پاتې راغلي وايي چې هيڅ افغان ته نه ده په کار چې په قاچاقي توګه اروپايي هيوادونو ته سفر وکړي ّ ځکه چې د اروپا ژوند د افغانستان له ژوند څخه ډېر بد تر دی او هېڅوک دې داروپا ژوند ته نه خوشاليږي.
عبداللطیف نظيف