د ننګرهار پوهنتون استادان:زموږ منظورشوی ښارګوټی دې موږ ته راکړل شي

11665367_1093894473971280_1368709238470725566_n-660x330

جلال اباد(عزم: جمعه ٥ چنګاښ٩٤)

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي خبرپاڼه وايي، چې د ننګرهار پوهنتون يو شمېر استادانو او مامورينو د والي سليم خان کندوزي سره د کتنې پرمهال د پوهنتون د ښارګوټي د عملي چارو ستونزه شريکه کړه.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنيف ګرديوال وویل، چې پخواني ولسمشر د پوهنتون د منسوبينو لپاره دغه ښارګوټی منظور کړی وو او بیا د پوهنتون استادانو غوښتنه درلوده، چې دغه ځمکه دې دوی ته په وړيا توګه ورکړل شي او د ننګرهار پوهنتون مامورينو ته دې په دغه ښارګوټي کې برخه نه ورکول کيږي، چې له همدې امله يې کارونه ځنډيدلي.

خبرپاڼه لیکي، سليم خان کندوزي ویلي، ددغه پوهنتون د ښارګوټي نقشه بايد دقانون مطابق پر مستحقو کسانو وويشل شي.

ده ویلي د پوهنتون استادان، چې علمي کدرونه دې بايد په خپل منځ کې تفاهم وکړي ترڅو ولايتي اداره دوی ته د قانون مطابق د نقشې له مخې نومرې په واک کې ورکړي.

نوموړي د پوهنتون استادانو ته وخت ورکړی، چې خپل منځي ستونزه ژر تر ژره حل کړي څو د ښارګوټي چارې عملي پيل شي.

د سلیم خان کندوزي په وینا، ټول منسوبين په دې ښارګوټي کې حق لري او د ښارګوټي نقشه د ښار جوړونې رياست د سټنډرډ مطابق بايد جوړه شي.

د يادونې وړ ده چې په هيواد کې ښوونکي د اقتصاد په ترټولو ښکته کچه ژوند کوي په داسې حال کې چې ښوونکی د ټولنې د سمون او د هر قشر د علمي کولو او پرمختګ کې لوی لاس لري.
په عين  حال کې هم د کابل په ښار کې د ښوونکو اعتصاب لاهم روان دی او ښوونکي وايي چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي ښوونځيو ته نه ځي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button