صومالیا کي دافريقايي اتحادیې ۳۰ پوځیان وژل شوي

دصومالیا دپلازمیني موګادیشو جنوب لويديځ په ۱۳۵ کيلومترۍ کي دالشباب په برید کي دافريقايي اتحاديې ۳۰ پوځیان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي نن سهار دالشباب وسله والو دشبیلي السفلی ولایت په لیګو سیمه کي دافريقايي اتحادیې په پوځي مرکز لومړی موټر بم برید او وروسته وسله وال  ترسره کړ.

دافريقايي اتحادیې ځواکونو دبريد پخلی کړی، خو په اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دوی دیوې ستري چاودني او ډزو غږونه اوریدلي دي.

دالشباب داسلامي تنظیم ویاند ابومصعب ویلي، چي دليګو په سیمه کي یې دافريقايي اتحاديې دپوځیانو په مرکز برید کړی او مرکز يې نیولی دی.

نوموړي ویلي، چي په برید کي یې له ۳۰ څخه تر ۵۰ پوري پوځیان وژلي او دګڼ شمېر ګاډو په ګډون يې په زیاته پيمانه وسلې او مهمات نیولي دي.

دابومصعب په خبره، چي له برید وروسته یې پوځي مرکز ته اور ور اچولی دی.

دالشباب اسلامي ډلي په دې وروستیو او په ځانګړې توګه دروژې په میاشت کي خپل بریدونه زیات کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button