د روژې نهمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! او دا هم نهمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com  ).

 

پوښتنی :

۱ ـ وروستۍ وحی چا ولیکله ؟

۲ ـ د عربو کوم مشهور شاعر قرآن هم لیکیً ؟

۳ ـ هغه کوم صحابي و چی د ژوند تر پایه یې قرآن کتابت کاوه ؟

۴ ـ په قرآن مجید کی څو سورتونه د نبیانو په نوم دي ؟ نومونه یې وښیاست .

۵ ـ د حضرت ابو بکر صدیق (رض) په امر چا قرآن پاک ولیکیً ؟

۶ ـ که یو څوک په سفر کی داسی فرضي روژه ماته کړی چی د نیولو نیت یې کړی وی نو ؟

الف : یوازی قضایی لری ؛

ب : نه قضایی نه کفاره لری بلکی همدا روژه باید پسی پوره کړی ؛

ج : روژه یې مکروه کیږی ؛

د : په سفر کی یې باید روژه نه وای نیولې .

۷ ـ که څوک د روژې په حال کی قصدأ قیً ووهی نو ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛

ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛

ج : ماتیږی ، قضایی او کفاره دواړه لری ؛

د : صرف مکروه کیږی .

۸ ـ جهنم ( دوږخ ) څو دروازې لری ؟

الف : دوې دروازې لری ؛

ب : درې دروازې لری ؛

ج : پنځه دروازې لری ؛

د : اووه دروازې لری .

۹ ـ قریشو د رسول الله (ص) سره د مبارزې له پاره هغه ته کوم لقب ورکاوه ؟

الف : ساحر او کذاب ؛

ب : لیونی او شاعر ؛

ج : ساحر ، کذاب ، لیونی او شاعر ؛

د : درواغجن او لیونی .

۱۰ ـ چا د پیغمبر (ص) پر سر باندی ، چی هغه پر سجده وو ، د اوښ لرئ ( شکمبه ) ور وغورځاوه ؟

الف : عقبه بن ابی معیط ؛

ب : ابو لهب ؛

ج : ابو جهل ؛

د : عبدالله بن ابی .

او دا هم د نن زرین اصل : څومره وخت چی پر نورو باندی په انتقاد کی مصرفوې ، هغومره وخت د خپل ځان په اصلاح کی مصرف کړه . ځکه د نورو اصلاح ستا اختیار نه دی ، مګر خپله اصلاح دې په خپل اختیار کی ده !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!