سورت فاتحه دي لوستلې؟

مولوي احمدګل ريان
يو نيک سړي ترې پوښتنه وکړه، فاتحه سورت دي کله لوستلی؟
په ډير تعجب يې ځواب ورکړ، هو ولي نه، هره ورځ يې په پنځه وخته لمانځه کې وايم.
– ښه نو اول آيت يې راته ووايه.
– الحمد لله رب العالمين ( ټول ثنا او صفت الله تعالی لره دي )
– ښه، ته فيسبوک کې انځورونه لايک کوې ايا کله دي د الله تعالی انځورګري هم لايک کړې؟، د فلمي ستورو صفتونه کوې ايا کله دي د الله تعالی د ستورو تعريف او صفت هم کړی، په کاغذي ګلانو دي زړه بايللی ايا کله دي د الله جل جلاله د ګلزار د ليدلو هڅه هم کړې؟
هغه ځواب ورکړ: نه، داسي مي کله هم نه دي کړي.
نو بيا دي بيخي دا آيت لوستلی نه دی، ځه نور راته ووايه.
– الرحمن الرحيم، مالک يوم الدين ( الله تعالی رحمان او رحيم دی او د جزا د ورځې مالک دی )
کله دي سوچ کړی چې الله تعالی څنګه په مخلوق باندې محبت او شفقت کوي؟ د مخلوق خبره اوري، غلطي يې زغمي، له خطا يې تيرېږي، د نيکو خلقو قدر زياتوي او په خپل ځانګړي حکمت سره يې خلکو ته زيات نازولي ورښيي.
کله دي احساس کړی چې يو بنده په مشکل اخته شي نو شفيق الله يې څنګه ورته اسانوي، له مشکل نه پنا ورکوي، په حل کې يې مرسته ورسره کوي او په تکه توره تياره کې يې د هدايت په نور او رڼا ژغوري، ايا کله دي په تصور کې خپل ځان د الله تعالی په وړاندي ځواب ورکونکی ليدلی؟
– نه صيب، داسي مي کله هم نه دي کړي.
نو بيا دي د دې آيت څنګه تلاوت کړی!؟ مخکي ځه.
– اياک نعبد و اياک نستعين ( موږ ستا عبادت کوو او يوازي له تانه مرسته غواړو )
– نيک سړي ورته وويل چې ايا داسي نه ده چې ته د خپل نفس عبادت کوې؟ د همدې لپاره بيګا ويده کېږې او کهيځ ويښېږې؟ د غوښتنو په پوره کولو کې يې له لمانځه غافل يې، له مال سره دي مينه ده، کمزوری نور هم ځپې او له زوروره ويرېږې؟ که داسي وي نو خاوري دي دا آيت لوستلی، نور راته ووايه.
– اهدنا الصراط المستقيم، صراط الذين انعمت عليهم، غيرالمغضوب عليهم ولا الضالين ( موږ ته سيخه لار وښيه، د هغه خلکو لاره چې تا پرې احسان کړی، د هغو خلکو لاره نه چې تا پرې خپل غضب نازل کړی او نه د هغو لاره چې ګمراهان دي )
– ښه نو تا کله په دې خبره د ځان پوهولو کوشش کړی چې په کومه لاره روان يې، همدا سمه او که غلطه لاره ده؟ کومه عقيده چې درته پلار او مور ښودلې، په هغې د ښه پوهېدلو هڅه دي کړې؟ دا دي درته معلومه کړې چې الله تعالی ته خوښه لاره کومه ده؟ هغه څوک دي چې غضب يې پرې نازل کړی او ګمراهان څوک دي؟
– نه، په دې اړه مي کله سوچ نه دی کړی.
– نو بيا دي سورت فاتحه بالکل لوستلې نه ده، نيک سړي دا ځواب ورکړ او خپله لار يې ونيوله.
ځوان په پښماني سر ښکته وځړاوه، څه وخت وروسته يې سر پورته کړ خو په دې عزم چې اوس نو ضرور فاتحه لولم.
ايا تاسي کله سورت فاتحه لوستلې؟