برتانیا او اروپايي ټولنه

ع ـ ع

دراپورونو له مخي وړمه ورځ دبرتانیا څه باندي ۴۶ نیم میلون وګړو دیوې ټول پوښتني په ترڅ کې پریکړه وکړه چې نورباید برتانیا په اروپايي ټولني کې خپل عضویت ته دپای ټکی کیږدي او ترینه ووځي .

تراوسه لا داخبره جوته نده چې داروپا له غړیتوب څخه دوتلولړۍ به په همدې ځای ودریږي اوکه به داتحادیي نور غړي هیوادونه هم چې  خپل عضویت په اروپا کې په زیان او تاوان بولي دبرتانيي په څیر قدم واخلي.

چې نیږدي او نغد مثال یې دیونان هیواد دی ، یونان له څو کلونو راهیسي په دې لټه کې دی چې له اروپايی ټولني څخه ځان وباسي ، هغه وايی په اروپا ټولنه کې یې لدې زیات پاتي کیدل اقتصادي او سیاسي زیان ده، ځکه داتحاديي غړیتوب یونان له هرډول پرمختګ څخه راګرځولی .

په هرحال ، اروپايي اتحادیه   هغه تشکل اوبنیاددی چې داروپاپه براعظم کې یې د۲۸ هیوادونو په عضویت جوړښت وموند ، مهم هدف یې داوو ، ترڅو په نړئ کې دیوه لوی اقتصادي ، پوځي ، سیاسي او هراړخیز قوت په توګه موجودیت ولري ، تردې پوري چې غړو هیوادونو ترخپل منځه   دپولو او سرحدونو محدودیت له منځه یوړ ، پیسي یې سره ګډي اودیورو په نوم کړلي ، دهر هیواد پوځ یې داروپايي ټولني دمشترکو ګټو او منافعو تابع داری ته چمتو وګرزاوه ، دیوه فرهنګ رایجولو ته یې قوانین جوړکړل اوداسي نور…….

خو اوس دبرتانیا ولس له ۴۳ کلنی عضویت ورسته تصمیم ونیوه چې نور باید نوموړي غړیتوب ته دپای ټکی کیښودل شي ، که څه هم دبرتانیا حکومت دقانون له مخي ملزم ندی چې ارومرو به دولس دغه ډول غوښتنی ته غاړه ږدي ، بلکي په مهمو مسایلو کې یې تصمیم نیول خپل دی ، خو چون ورستی ( ریفرنډم ) دبرتانیي دړومبی وزیر په خوښه ترسره شو او له ټاکل کیدو وړاندي یې له خپل ولس سره ژمنه کړي وه چې که کامیاب شو نو ارومرو به له اروپاسره دبرتانیا دعضویت په باب نظرپوښتنه ترسره کوي او څه پریکړه یې چې وکړه هغه به مني

همدا وجه وه چې دبرتانیا ړومبي دنظرپوښتني   له نتیجي سره سم اعلان وکړ چې له اروپا نه به برتانیا خارجوي او هم به په څو راتلونکو میاشتو کې له خپلې دندي استعفا ورکوي .

دچارو ماهرین وايی ، داروپايی اتحادیي لوی عیب چې اوس دغړو هیوادونو دنارضایتی او تردد سبب جوړشوی اوممکن دبرتانيي په څیر نورو هیوادونو ته هم له ټولني څخه دوتلو زمینه برابره کړي هغه له نورو هیوادونو سره داړیکو په ساتلو کې دغړو هیوادونو عدم استقلالیت دی ، په دې معنا که اروپايي ټولنه له یوه هیواد سره دروابطو دقطع کولو پریکړه وکړي ، نو ټول غړي هیوادونه مجبوردي چې له هغه هیواد سره هرډول اړیکي وشلوي

دمثال په ډول له روسيی سره داروپا دلګیدلو بندیزونو له وجې دټولني زیاتره غړو هیوادونو په اقتصادي لحاظ درانه زیانونه ولیدل ، په خاص ډول برتانیي ، جرمني او فرانسي ، ځکه هر یوه له روسيي سره هرکال دلسهاوو میلیاردونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه درلوده خو داوکراین په سر په شخړه کې چې دامریکا لاس وهنه پکې بارزه وه دټولني له لوري داقتصادي اوسیاسي بندیزونو په اعمال غړو هیوادو ته کلکه صدمه ورسیده .

دټولني بل نقص چې غړي هیوادونه یې سخت ناراضه او مایوسه کړي ، هغه په اروپايی ټولني باندي ، دامریکا دسیاست غوړیدلی سیوری دی ،کتونکي وايي چې اروپا دامریکا دګټواو منافعو دخوندی کولو لپاره دیوه حصاري چتر په څیر رول لوبوي ، زیاتره هغه جګړې چې داروپا ورسره هیڅ تعلق اوربط هم نه و ، خو امریکایانو هغه جګړه داروپايي اتحادي غاړي ته ورغورځولي دي ، په دې مفهوم چې یا اتحادیه مخامخ پکې ښکیل ده او پوځیان یې جنګ کوي او یايی ملاماتونکوي لګښتونه اواخراجات برداشت کوي ، لکه دعراق ، لیبیا ، سوريي او افغانستان روان جنګونه ، چې که داروپا خپل اختیار وای ، نو هیڅکله به یې هم په دغو هیوادونو کې دجګړو په حق کې په دومره جدیت او سرعت برخه نه وای اخیستي.

په اروپايی اتحادیه کې له برتانیا ورسته دامریکا ځای

برتانیا هغه هیواد وو چې امریکا په   اروپايی ټولني کې دخپل ترټولو متحد هیواد په ډول پري حساب کاوه ، ځکه برتانيا یواځیني  هیوادوو چې دامریکا پریکړي او فرمایشات یې  په اروپايی پارلمان او نورو جرګګیو کې مخامخ مطرح کول  او کلکه دفاع به یې ترینه کوله ، امریکاله ډیره وخته زیارویست چې برتانیا له اروپا څخه دوتلو له تصمیم نه وګرځوي ، ځکه امریکا فکرکوي چې له برتانيا پرته اروپا ممکن نور خپل جوړښت او قوت له لاسه ورکړي اویا دامریکا هغه خبره چې پخوا به دبرتانیا په وجود کې هلته چلیدله او ارزښت به یې درلود نور هغه ځای او مقام ونلري .

له اروپا څخه دبرتانیا دوتلو پایلي دواړو لوروته 

۱      دانګلستان تجزیه : انګلستان چې له څلورو هیوادونو(انگلستان، ولز، ایرلند شمالی او اسکاټلند څخه متشکل اوعبارت دی ،اسکاټلندبیا دبرتانیا په ترکیب کې هغه محلي هیواد دی چې نه غواړي له اروپايي ټولني څخه برتانیا ووځي ، همدغه علت دی چې داسکاټلند ړومبی وزیر نیکولا استورجن  په دې تصمیم کې دی کچیري برتانیا له اورپا څخه خارجیږي ، دغسي یو ریفرنډم   له برتانيي څخه دسکاټلند دوتلو لپاره هم ضرور ده

۲.     نړیوال سیاست   : په نړیوال میدان کې برتانیه او فرانسه هغه دوه هیوادونه وو چې په امنیت شورا کې یې دایمي غړیتوب درلود او دټولي اروپا له ګټو او هیوادونو څخه به یې دفاع او نمایندګي کوله ، دبرتانیا له ورستی پریکړي سره به اروپا نور په نړیوالو مسایلو کې په هغومره قوت اهمیت او ارزښت ونلري

۳.     دبرتانيي داخلي یووالي او امنیت : لدې ورسته ممکن دبرتانیي دولس ترمنځ یوه همغږي نه وي موجوده ، ځکه ۵۲ فیصده خلکو له اروپا څخه دوتلو رایه ورکړي او ۴۸ فیصده برتانویانو یې مخالفت کړی ، که لدي ورسته   دبرتانيی اقتصاد لږ زیان او جټکه هم ویني نو دبرتانویانو ترمنځ به دنظر تشنج رامنځته کوي ، دموافقینو او مخالفینو شکل به اختیاروي او یو بل به دناسم وضعیت مسؤل بولي .

دورستی نظرسنجی له مخي هغه برتانویان چې په اروپا کې دپاته کیدا په لوري ول ، وايي چې له اروپا څخه دوتلو په صورت کې به انګلستان په نړیوالو مسایلو کې له خپل محوري رول څخه راو لویږي ، خو په مقابل کې یې هغه برتانویان چې له اروپا څخه دوتلو په حق کي دي ، هغوئ وايی چې له اروپا څخه په جلاکیدو به برتانیادتجارت او سیاست په برخه کې استقلال پیداکړي او لدې ورسته به خپل تصمیم په خپله نیسي .

دبرتانیي ړومبی وزیر کامرون هم  دنورو یو لړ دلایلو سربیره ،له اروپا نه دوتلو ترټولو مهمه موضوع دمهاجرت بیانوي چې په اروپايی ټولنه کې دمهاجرت په اړه داسي قوانین وضع او منل شوي چې دهرغړي هیواد یو وګړی که وغواړي برتانیا ته راشي پرته له کوم قید اوشرطه راتلای شي او دلته برتانیا بایددکار او اوسیدا لپاره لکه دبرتانيی دیوه وګړي په څیرشغل او حقوق ورکړي  ، چې دا کار دبرتانویانو لپاره دمنلو وړ خبره نده او دخپل اقتصاد او پرمختګ لپاره یې په زیان بولي .

دغه راز دبرتانيي یو سیاست وال («استیو هیلتون» )   په دې باور دی چې برتانویان خپل هیواد له اروپاسره یوه پیوسته جزیره شمیري نه داروپا دیوه غړي په صفت ، نو ځکه داخبره ورته درنه تمامیږي چې داروپا په سطحه دي تصمیم فرانسه او المان ونیسه او برتانيه دي دهغه پیروي وکړي ،هغه وايی خپله برتانویان متل لري چې هغه بدبختي چې خپله مونږ یې وغواړو ، هغه له هغه خوشبختي څخه ډیره بهتره ده چې فرانسه یې هغوئ ته رالیږي !!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button