لرغونپوه کوم!

د کومې لوستې نجلۍ لپاره به ډلې ډلې ریباران راتله؛ خو دې به ترې انکار کاوه. له دې سره ټول کور په عذاب و. مور، پلار او کورنۍ یې ورته ویل چې ته بالاخره څه غواړې؟ د ډاکټر رشته نه منې، انجینیر نه کوې. هاغه بله ورځ درپسې د یوه څارنوال خېښي راغلې وه، خو تا ټول رد کړل. اخر ولې؟
نجلۍ غلي وویل: زه لرغونپوه کوم او دا ځکه چې که زه څومره زړېږم؛ هومره به پر خاوند ګرانېږم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button