د کونړ د ولايتي شورا پخوانی رييس ووژل شو

Grabbed Frame 1 (Medium)

اسعد اباد (عزم: یکشنبه ۴ زمری  ۹۴ل)د کونړ د ولایتي شورا پخوانی رییس میاحسن عادل تېره ورځ په لغمان ولایت کې د ناپيژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د کونړ د عامي روغتیا رییس ډاکتر اسدالله فضلي رسنيو ته ویلي چې میاحسن عادل د شنبې په ورځ  ماسپښین یوه بجه وژل شوی دی

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل  منلې  چې د ولايتي شورا پخوانى مشر ميا حسن عادل وژل شوى دى،خو نوموړي وويل چې ، تراوسه يې جسد امنيتي ځواکونو او يا د هغه کورنۍ ته په لاس نه دى ورغلى.

میا حسن عادل په تېره دوره کې پنځه کاله د کونړ د ولایتي شورا مشر پاتې  شوی دی،خو د ۱۳۹۲ لمريز کال په ټاکنو کې يوځل بيا له کونړ ولايت څخه ولايتي شورا ته نوماند و خو د ټاکنو کميسيون دمياحسن عادل نوم د کانديدانو له نوملړ څخه لرې کړی و خو د مياحسن يو بل ورور  صالح محمد صالح د ولسي جرګې غړى دى.

.نوموړی د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د برکندي د کلي اوسېدونکى و.
مياحسن تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې وي او  د جهاد پر مهال په کونړ کې د حزب اسلامي قومندان و،د تېر کال  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په کنړ کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين مشر و..

تر دا مهاله د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button