د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه
(عزم: شنبه ۰۳ زمری ۹۴ل) افغانستان د کرېکټ د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريزو د غوراوي په سیالیو کې عمان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړ.
د لوبې د توپ وهنې پچه ملي لوبډلې وګټله خو دوی د توپ اچونې پريکړه وکړه چې عمان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د افغانستان ملي لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.
افغانستان دغه هدف په ۱۹ اورو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې ترلاسه کړه.
په لوبه کې د ملي لوبډلې څخه نجيب الله ځدراڼ ۴۴ او محمد نبي عيسی خېل ۲۷ منډې وکړې وسوځېدل، خو سميع الله شينواري د ۴۰ منډو په ترسره کولو سره ترپايه لوبه وکړه.
لوبډل مشر اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي په صفر او نوروز منګل په څلورو منډو وسوځېدل.
افغانستان د غوراوي په دغو سیالیو کې ټولې نهه لوبې درلودې چې، پنځه یې وګټلې، دوه یې وبایللې او دوه نور یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې.
د ۲۰۱۶ کال د کرېکټ د ۲۰ اوريزو نړیوالې سیالۍ د مارچ په ۱۱ په هند کې پیل کیږي او د اپریل په درېیمه ختمیږي.
عبداللطيف نظيف