د کابل په نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد شوی

Kabul-airport-attack4-300x160

کابل (عزم: یکشنبه ۴ـ زمری  ۹۴ل) د کورنيو چارو د وزات وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر بيګا ماخستن  ۹ بجې راکټي بريد شوی چې له امله يې کوم ځاني او مالي تلفات نه شته .
خو دسيمې اوسيدونکي وايي چې  دبيګا د شپې يې په هوايي ميدان کې د چاودنو غږونه  اورېدلی چې ښایي مالي او ځاني تلفات ولري.
د عيني شاهدانو په وينا له چاودنو وروستو له ميدان څخه لوګي پورته شول. خو مالومه نه ده چې ځاني او مالي تلفات څومره دي.
د کابل په هوايي ډګر کې د يوې امنيتي سرچينې په قول چې يې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په هوايي ډګر دوه راکټونه لګييدلي چې يو يې د الوتکو د ځغاستليکې (رن وې) او بل يې هم له ټرمينل سره لګيدلی دی.خو يادې سرچينې د تلفاتو په اړه مالومات ورنه کړل.
تر اوسه ددغه پېښې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!