طالبان:  ۱۲۰ تنه نیول شوي پولیس مو بیرته خوشي کړل

بدخشان (عزم : یکشنبه، زمري ۴مه ۹۴ل)

راپورونه وایی چې طالبانو په بدخشان کې نیولي ۱۲۰ تنه عسکر بېرته خوشې کړل ،  د یاد ولایت چارواکو هم منلې چې ۱۰۷ تنه پولیس طالبانو بېرته خوشې کړي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا تائید کړې چې ۱۲۰ پولیس يې د قومي سپين ږیرو په منځګړتوب د «کلکو ضمانتونو» په اخېستلو سره بېرته خوشي کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې پولیسو پرون په دې شرط دوی ته خپلې وسلې او قرارګا تسلیم کړه چې د بېرته خوشې کېدو ژمنه ورسره وشوه. د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «دوی هم د اسلام او هیواد په ضد د کابل ادارې سره په مرسته کولو سخت پيښيمانه ول»

تر دې وړاندې د بدخشان چارواکو هم منلې وه چې په بدخشان کې پولیس د یوې معاملې له مخې طالبانو ته تسلیم شوي او ټول مهمات ترې طالبانو اخېستي دي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې یو ځل بیا ویلي چې له هر هغه چا سره به «انساني او اسلامي چلند» وکړي چې د دولت له لیکو راووځي، وسلې پر ځمکه کیږدي، خپل مسلمان افغان ورونه ونه وژني او د دوی له مخالفته لاس واخلي.

د بدخشان امنیتي ځواکونو هم منلې وه چې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې یوه لویه قرارګاه او لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

کورنیو چارو وزارت دغه خبر نن رد کړ او د پولیس تسلیمیدل یې ونه منل.

په بدخشان کې د طالبانو لاس ته په پوځي مهماتو بار د دغې قرارګاه او ۱۲۰ تنو عسکرو د بېرته خوشې کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ګډحکومت مرستیال ولسمشر او مشهور جنګسالار دوستم په جوزجان ولایت کې سوګند کړی چې تر هغه پورې به کابل ته نه ستنیږي ترڅو یې چې په شمال کې د طالبانو جرړې نه وي ایستلي .

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!