اووه پوليس دخپلو ملګرو له وژلو وروسته له طالبانو سره يوځای شوي
فراه (عزم : یکشنبه، زمري ۴مه ۹۴ل) چارواکي وايي چې اووه تنه پوليس په فراه او سرپل کې وروسته له هغه له وسله والو طالبانو سره يو ځای شو ل چې د سرپل پوليسو خپل درې ملګري هم ووژل.
د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد يار رسنيو ته ويلي چې د انار درې د ولسوالۍ د کرغ زرد په سيمه کې نن سهار له يوې امنيتې پوستې درې تنه پوليس له پنځه ميله کلاشينکوف سره د طالبانو له ليکو سره يوځای شوي.
نوموړي وويل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي چې مالومه کړو له طالبانو سره د يو ځای شوو پوليسو تر دې مخکې له طالبانو سره اړيکې وې که نه.
بل خوا د اسدالله په نامه د سيمې يوه اوسيدونکي رسنيو ته ويلي چې د انار درې په ولسوالۍ کې د قومندان نورمحمد په ګډون پنځه تنه پوليس له پنځه ميله کلاشينکوف او يوه عراده رينجر سره د طالبانو ليکو ته ورغلي.
ددې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې د سرپل ولايت د مرکز په ساحه کې څلور تنه سيمه ايز پوليس د پوليسو د يوه قومندان محمد عظيم په ګډون دوه نور ملګري وژلي او له طالبانو سره يوځای شوي.
د سرپل د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارن امان الدين رسنيو ته ويلي چې يادو پوليسو پنځه ميله کلاشينکوف او يو ميل پيکا هم له ځانه سره وړي دي.
ويل کيږي چې نوموړو سرتېرو يوه عراده رينجر موټر هم له ځانه سره وړی خو د امنيه قومندانۍ وياند دغه ادعا رد کړې،نوموړي وويل چې پوسته د امنيتې ځواکونو په ولکه کې ده او څېړنې دوام لري.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي چې له امله يې ډیری امنيتي سرتيري د خپل سر دخونديتوب په خاطر خپلې دندي پريږدي او وسله والو طالبانو ته د ددې له پاره تسلميږي ترڅو هغوی ته خپل ځان سپين ثابت کړي او په خپلو کليو کې ورته د استوګنې کوم ګواښ موجود نه وي.
خو ډیری هغه سرتيري چې له طالبانو سره يوځای کيږي ډېر يې وايي چې د وسله والو طالبانو او د دولت د سرتېرو ترمنځ په جګړه کې طالبان په حقه دي ځکه چې د بهرنيو ځواکونو په خلاف مبارزه کوي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ په جګړه کې طالبانو ۱۲۰ تنه پوليس ژوندي نيولي چې نن يې په دې شرط چې ګواکې له دولت سره به نوره همکاري نه کوي او دندې به پريږدي خوشې کړل.
عبداللطيف نظيف