فضلي: طالبان له کرېکټ څخه پوره ملاتړ کوي

عزم(‌پنجشنبه، ۰۴وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ چارسمبالی مشر عزیزالله فضلي وايي، د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې غړي ښاغلي انس حقاني او د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق له کرېکټ بورډ د غړو او د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره په ناسته کې له کرېکټ څخه پوره ملاتړ څرګند کړی دی.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي امارت مشرتابه د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې د تېر په څېر یو ځل بیا هېواد ته بریاوې راوړي.

په خبرپاڼه کې د انس حقاني له قوله ویل شوي، چې دوی د کرېکټ له لوبډلې څخه ملاتړ کوي.:«موږ د کرېکټ په ملي لوبغاړو ویاړو چې د ګرانو هېوادوالو د خوښۍ سبب ګرځي، موږ په خپل وس او توان د افغانستان کرېکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو؛ هیله لرو چې زموږ ملي لوبغاړي په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړي».

همدارنګه د فرهنګي کمېسیون مرستیال ښاغلي احمدالله وثیق ویلي، چې د کرېکټ له لوبغاړو هیله لري چې یو ځل بیا بریاوې خپلې کړي.:«ورزش د روغتیا ضامن دی، نو په همدې اساس هر هغه څه چې روغتیا ته ګټه لري موږ یې ملاتړ کوو. خوښ یم چې د اتلانو سره په یوه ناسته کې ګډون کوم او له دوی هیله لرو چې د تل په څېر افغانستان ته بریاوې راوړي.

په خبرپاڼه کې د عزیزالله فضلي له قوله ویل شوي، چې د طالبانو له لوري له کرېکټ څخه ملاتړ به لوبډله نوره هم پیاوړې کړي.:«د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ملي روحیه سنبال دي، همدا لامل دی چې تل یې هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي او راتلونکې کې به هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري».

د فضلي په خبره، په راتګ سره به یې د کرېکټ په برخه کې غوره والی را منځته کړي او هڅه به وکړي تر څو له دغې لارې هېوادوالو ته خوشحالي ورکړي.

د ناستې په پای کې د لوبغاړو په استازولۍ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یی د مننې ترڅنګ، په راتلونکې کې د بریاو ترلاسه کولو ډاډ ورکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button