ډونالډ ټرمپ لومړی امریکايي ولسمشر شو چې د مجرمینو په شکل یې انځور اخیستل کیږي
عزم (شنبه، ۴/۶/۱۴۰۲): پخوانی ولسمشر او مشهور شتمن ډونالډ ټرمپ لومړی امریکايي ولسمشر شو چې د مجرمینو په شکل یې انځور اخیستل کیږي.
نوموړی چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنې تورن دی، تېره ورځ یې ۲۰ دقیقې په زندان کې تېرې کړې او بیا د ۲۰۰ زرو ډالرو په ضمانت خوشې شو.
هغه چې له وړاندې د جورجیا ایالت فلټن کاونټي زندان غوښتی و؛ د مجرمینو په څېره کې یې عکس واخیستل شو.
په دې سره نوموړی د امریکا لومړی ولسمشر شو، چې مګ شاټ (د پولیسو له لوري د مجرم اخیستل کېدونکی تصویر) یې واخیستل شو.
د زندان پر مهال ډونالډ ټرمپ باندې څلور ډوله تورونه وو، چې د یو لپاره یې محکمې ته هم حاضر شو.
فلټن کاونټي زندان نوموړی د PO1135809 نمبر زنداني تر نوم لاندې ثبت کړ، چې قد یې ۶ فوټه او ۳ انچه، وزن ۹۷ کیلوګرامه او د وېښتو رنګ سور ته مایل بلل شوی.
هغه تورن دی چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو پر مهال یې له ۱۸ نورو کسانو سره یوځای د ټاکنو د نتیجې بدلولو هڅه کړې وه.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ د هغه د نیول کېدو ورځ د امریکا لپاره تر ټولو زیاته د شرم ورځ بللې او په ټویټر باندې یې چې اوس (ایکس) بلل کیږي؛ یو پوسټ هم کړی دی.
دغه پوسټ چې یوه ورځ کې ۲۱۰ میلیونو کسانو ته رسېدلی او نیږدې ۱.۵ میلیونو خلکو خوښ کړی، نوموړی پکې ډير تریو او غوسه ښکاري.
نوموړي له خپل یاد انځور سره لیکلي: (ELECTION INTERFERENCE NEVER SURRENDER)