یو کال وړاندې هم د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګه فعاله وه؟!!

سمیع الله نهضتیار
شل کاله وړاندې د امریکا په ګډون د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان له ځمکې او هوا څخه بریدونه وکړل؛ د وخت برحاله حکومت یې را نسکور او د افغانستان ځمکه او هوا یې په بشپړه توګه اشغال کړه، نه له افغانانو پوښتنه شوې وه، نه یې جرم معلوم وو او نه هم افغانانو د کوم اروپائي او یا غربي هېواد په کورنیو چارو کي مداخله کړې وه، د دغو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو ظاهري بهانه او دلیل دا وو چي ګواکې موږ په دې خاطر په افغانستان برید کړی چي القاعده او نورې تروریستي ډلې له منځه یوسو، خو وروسته ټولو نړیوالو ته په ښکاره توګه څرګنده شوه چي القاعده په افغانستان کي نه بلکه له افغانستان څخه بهر په بل هېواد کي وه، خو دا هسې یوه بهانه او دسیسه وه چي د افغان مظلوم او ناتوانه ولس په وړاندې د غربیانو له خوا طرحه او پلې شوه.
بالاخره عملاً د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان برید وکړ؛ د ځمکې او هوا له لارې یې خپل وحشیانه او د ټولو انساني ضد کړنو خلاف عملیات یې پیل کړل، د افغانانو یې هرڅه لوټ کړل، نه اسلامي او نه یې هم افغاني ارزښتونه له توهین او سپکاوي څخه لرې پرېښودل، د اشغالګرو ځواکونو ټولې کړنې د نړیوالو اسلامي او غیر اسلامي قوانینو خلاف روانې وې، هیچا نه نیوکه کوله او نه یې هم له مظلومو افغانانو د دفاع په موخه غږ پورته کولو، افغان ولس د ناټو او امریکا د وحشیانو حملو پر وړاندې یوازي پاتې وو، هیچا یې ملګرتیا او ملاتړ نه کولو حتی ګاونډیو او ټولو اسلامي هېوادونو هم، افغانانو ته یوازي د خپل رب ملتیا او مرسته پاتې وه، افغان غیور او میړنی ولس په همدې خاطر ډاډه او باوري وو چي د خپل رب د الهي نصرت او ملتیا له ځانه سره ولري نو د نړۍ هیڅ زبر ځواک به ونه توانیږي چي د دوی پر وړاندې مقاومت وکړي او خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
بهرینو اشغالګرو ځواکونو په تېرو وروستیو شلو کلونو کي د افغان ولس پر وړاندې له هیڅ ډول وحشت څخه مخ ونه ګرځولو او نه یې هم صرفه وکړه، د کورونو له شپنیو وحشیانه چاپو، ړندو بمباریو، د ګوانتنامو، بګرام، پلچرخي، ریاست ۴۰، ریاست ۹۰، او تر ګڼ شمېر نورو ښکاره او پټو زندانونو پورې چي افغانان به پکې په بي رحمانه ډول شکنجه کیدل او حتی ګڼ شمېر به د سختو شکنجو او زورونو له امله په زندانونو کي په شهادت رسیدل، په سپیو د افغانانو داړل، په جسدونو یې ادرار کول، په ټانګونو او موټرانو پسې د انسانانو تړل، د ساعت تیرۍ په موخه د کورونو بمبارول، په زندانو کي د زندانیانو پر وړاندې د افغاني او اسلامي ارزښتونو توهین او سپکاوی، دزرګونو افغانان په شهادت رسول او په زرګونو بیا معیوبول، د اشغالګرانو د ظلمونو او وحشتونو شمېر دونه زیات دی چي یادول یې په یو کوچني مطلب کي خورا ستونزن کار دی. بهرنیو اشغالګرو ځواکونو چي په تېرو ورستیو کلونو کي په افغانستان کي کوم ظلمونه او وحشتونه د افغان ولس سره کړي دي د بشریت په تاریخ کي به د هیڅ هېواد له وګړو سره نه وي شوي.
نن چي په نړیوال کچه د بشر د حقونو حامیان او مسئول چارواکي په افغانستان کي د بشري حقونو د نقض کیدو راپورونه خپروي؛ آیا دوی کله هم دا فکر کړی چي یو کال وړاندې هم موږ مسئولیت او د انسان دوستئ احساس درلود که نه؟ د تېر شل کلن اشغال په دوران کي مو کله هم دا ذهن کي ګرځیدلي چي په افغانستان کي بشریت ژوند کوي او حد اقل د ژوند کولو حق لري؟!! افغان ولس له تاسو پوښتنه کوي چي که تاسو رښتیا هم د انسانیت حامیان یاست او د انسانیت حقونو ته درناوی لرئ نو تاسو باید یو کال وړاندې د افغانانو له حال او احوال خبر اخیستی وای نه نن ورځ.
پوره شل کاله افغان ولس د اور په لوخړو کي و سوزیدلو خو د ځمکې پر سر یې هیڅ بشر یې آه او فریاد ته د مرستې، خواخوږۍ او همدردۍ غږ پورته نکړ بلکه د غربي او اروپائي ښکیلاګرو د ظلمونو او شکنجو لاندې یې لاس تړلی او یوازي پرېښودلو؛ نو په پوره او بشپړ یقین سره افغانانو ته څرګنده شوه چي نړیوالوله ټولنه د بشر د حقونو حامي او ملاتړی نه بلکه د خپلو شومو موخو لپاره په اسلامي هېوادونو کي ځانګړې برنامې او طرحې لاري، اوس هم لا وخت ندئ تېر شوی د بشر حقونو نړیوال بنسټونه که په رښتیا هم خپل مسئولیت ترسره کوي نو په ځانګړې بیطرفۍ سره باید په افغانستان کي د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د شلو کلونو ظلمونه او وحشتونه و څیړي او مجرمین یې په واقعي توګه محاکمه شي ترڅو حق حقدار او عدالت تأمین شوی وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button