افغانستان بانک رئیس له بشپړې درملنې وروسته کابل ته رارسېدلی

عزم(سه شنبه، تلې څلورمه، ۱۴۰۲): د راپورونو په بنسټ د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا هدایت الله بدري نن سهار بېرته کابل ته راستون شوی. ویل کیږي چې د ملابدري روغتیا په بشپړه توګه د ډاډ وړ ده او ژر به خپل مسوولیت ته وروګرځي.
د افغانستان بانک رئیس ملا هدایت الله بدري نږدې میاشت وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو چې د ښې درملنې په موخه ترکیې ته استول شوی و.
د ملا بدري د ښه راغلاست لپاره ځيني چارواکي د کابل تر هوایي ډګره ورغلل او نوموړی یې بدرګه کړ. دوی ډاډ څرګنداوه چې د بدري روغتیا په بشپړه توګه ډاډمنه ده.

ملا هدایت الله بدري د تېرې وږي میاشت پر لسمه د کندهار-هرات پر لویه لاره ټرافیکي پېښه وکړه چې نوموړی پکې ټپي او د راپورونو له مخې د نوموړي موټرچلوونکی پکې وژل شوی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button