لنډه کیسه: پُل

دوو وروڼو ته له پلاره ځمکه په میراث پاتې وه. دواړو یو ځای په‌‌‌کې کار کاوه او یوې خواته یې ځانته کوچنی ښکلی کور جوړ کړی و.
یوه ورځ یې پر کومه خبره جنجال شو او سره بېل شول؛ کشر ورور د ځمکو او کور ترمنځ لویه کنده وکیندله او اوبه یې په‌کې واچولې، چې څوک یې کور ته ورنه شي.
مشر ورور چې کنده ولیده، په غوسه شو، ترکاڼ ته ورغی او ویې ویل چې کندې ته نږدې لوی لرگین دېوال ودروي، ځکه نه غواړي د کشر ورور څېره وویني.
ترکاڼ سهار وختي کار پیل کړ؛ مشر ورور ښار ته لاړ، ماښام چې راستون شو، ویې لیدل چې د دېوال پر ځای پل جوړ دی.
حیران شو؛ له ځان سره یې وویل، ضرور کشر ورور ترکاڼ ته له پل جوړولو ویلي.
سهار چې کشر ورور پل ولید، فکر یې وکړ چې ورور یې غواړي بېرته ورسره پخلا شي؛ په بېړه ورغی، ورور یې په غېږ کې ونیو او بښنه یې ترې وغوښته.
ترکاڼ روان شو؛ دواړو وروڼو ترې وغوښتل چې څو ورځې یې مېلمه شي، خو ده وویل: ډېر نور پلونه دي چې باید جوړ یې کړي.

ژباړه: و. وردگ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button