افغان کرکټ لوبډله د نړیوال جام د لوبو په موخه هند ته وکوچېده

عزم(سه شنبه، تلې څلورمه، ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې افغان لوبډله پرون ماښام له متحده عربي اماراتو څخه د هندوستان پر لور خوځېدلې ده. دوی ویلي چې افغان لوبغاړي په متحده اماراتو کې د نړیوال جام د ښه چمتووالي په موخه په لس ورځنی کمپ کې ولوبېدل چې پرون ماښام یې هند ته مخه وکړه.
د افغان لوبډلې له سفر وړاندې په یوه غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ئمیرویس اشرف هم ګډون کړی و. افغان لوبغاړو په ګډه د لوبو د ښه ترسراوي او په دې سترو سیالیو کې د بریا په موخه دعا وکړه.
افغان کرکټ بورډ مشر اشرف لوبغاړو ته په وینا کې وویل چې افغان ملت تاسو ته هیلې لري او هیله کوو چې د ښو لوبو په کولو سره افغان ملت ته ویاړونه راوړئ.
یاده کوو چې سږنی ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په هند کې ترسره کیږي چې لومړۍ رسمي لوبه به یې د اکتوبر په پينځمه پیل شي.
افغان لوبډله د جام له پیل مخکې یوه لوبه له جنوبي افریقا سره لري.

Show More