د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې د سي ټي سکن دستګاه فعاله شوه

عزم(سه شنبه، تلې څلورمه، ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر کې ويلي چې د کندهار ښار د عینو مېنې په روغتون کې یې د سي ټي سکن دستګاه فعاله او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې ده.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کندهار ولایت د عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې یې دا دستګاه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د وزارت له قوله چې په دې دستګاه ۲۵۰ زره ډالره لګښت راغلی دی. دا دستګاه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري هغه ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې پرانیستله.
خبر زیاتوي چې ددې ماشین ټول لګښت اسلامي امارت منلی و چې چارې یې په یوه میاشت کې بشپړې شوې.
یاده کوو چې موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله هم د ياد روغتون له ځینو برخو لیدنه کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!