د نیمروز ځایي چارواکي د ۴۰ زرو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي

عزم(سه شنبه، تلې څلورمه، ۱۴۰۲): د نيمروز ولايت د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو ریاست مسوولانو په یوه خبر کې ويلي چې د دې ولایت د وریښمو له لارې څه باندې ۴۰ زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
ددې ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي عبدالله ریاض د باختر ځایي خبریال ته ویلي چې دا شمېر کډوال یوازې په یوه میاشت کې خپل هیواد ته راغلي دي.
مسوولان وایي چې د روان ۱۴۰۲د وږي له لومړۍ تر ۳۱مې د نیمرزو د ورېښمو د پله له لارې ۴۰ زره او ۷۶۹ تنه بېرته خپل هیواد ته راګرځېدلي دي. چارواکي وایي چې په دې ډله کې۱۸۷۱ کورنۍ او ۳۳ زره او۲۵۵ تنه جره افغانان شامل دي.
دوی وایي چې ددې افغانانو له ډلې له نږدې۲۳ زره ۹۶۸ بې وزلو کسانو او کورنیو سره د یونیسیار له خوا نغدي مرسته هم شوې ده.
ښاغلي ریاض ویلي چې وړمه میاشت هم هیواد ته ۴۶ زره ۸۳۸ تنه افغان کډوال راغلي وو.
د یو بل خبر له مخې، د تورخم کمیسیار هم وړمه ورځ په یوه خبر کې ويلي و چې له تورخم بندره هره ورځ تر ۹۰۰ زیاتې کورنۍ راستنېږي. له بلې خوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ ویلي چې دوی خپل ماموران د افغانستان پر پولو ګومارلي او له نویو راغلو کډوالو سره مرستې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button