په آسیایې نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون اهمیت

ګلاب الدین خپلواک
د آسیایې هیوادو نړیوالې سیالۍ په نړۍ کي د نړیوال المپیکي سیالیو راوروسته دویم مقام لري چی هر څلورو کلونو کي په یوه آسیایې هیواد کي تر سره کیږي.
سږ کال د یادو سیالیو نولسم پړاو د چین هیواد په هانګژو ښار کي د تر سره کیدو په حالت کي دي.
دآسیا هیوادو نړیوالې سیالۍ د آسیا المپیک شورا له خوا جوړیږي چي په یادو سیالیو کي سږ کال ۱۲۵۰۰ ورزشکارانو د ۴۵ هیوادو څخه په مختلفو ورزشي رشتو کي ګډون کړی دۍ.
د یادولو وړ ده چی دافغانستان څخه ۱۲۸ ورزشکارانو او مسولینو دآسیاهیوادو سیالیو کي د ګډون په موخه چین هیواد ته تللي دي، چي دا لومړۍ ځل دۍ چی د افغانستان څخه په دا کچه ورزشکاران په نړیوالو لوبو کي ګډون کوي.
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست مسولین وایې د افغانستان په استازیتوب ۸۲ تن ورزشکاران به د ۱۶ مختلفو رشتو په چوکاټ کي له خپل د سیالو ورزشکارانو سره ولوبیږي.
افغان ورزشکاران چي د افغانستان د بدني روزنې اورزش لوی ریاست تر چتر لاندي او د ا.ا.ا د حاکمیت پر مهال په نړیوالو سیالیو کي ګډون کوي څو مهم ټکي را څرګنده وي.
لومړۍ: د یو شمیر هغو کسانو چي د افغانستان په آبادۍ او جوړیدویې سترګې نه خلاصیږي، او ټول وخت په افواهاتو او پروپاګند لګیا وي او دا تبلیغ کوي چي ا.ا.ا د تمدن، فرهنګ، ورزش، تکنالوژي او پرمختیا مخالف دی، د افغانستان د مختلفو ورزشي فدراسیونو، او په لوړه کچه د افغان ورزشکارانو ګډون د چین آسیایې سیالیو کي، د دوی دا افواهات او تبلیغات غلط ثابت کړل.
دویم: ا.ا.ا مسولینو نړۍ ته دا وښودل چي دوی افغان زلمیانو ته د نړۍ په مختلفو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ورزشي برخو کي چی د اسلام او افغاني کلتور او عنعناتو مخالف نه وي د ګډون لاره هواره وي او ملاتړ يې کوي.
دریم : د افغان ورزشکارنو ګډون په نړیوالو سیالیو کي خصوصا آسیایی سیالیو کي، نړیوال دې ته متوجه کوي تر څو د ا.ا.ا سره د تعامل او د رسمیت پیژندلو لاره غوره کړي، ځکه په ورزشي سیالیو کې د یادو ورزشکارانو ګډون هغه تبلیغات منفی ثابت کړل چي د افغانستان ا.ا.ا یې پرې تورنه ول ، دا د افغانستان څخه د اسلامي حاکمیت یو مثبت انځور وو چي نړۍ ته یې وړاندي کړ.
څلورم: د افغان ورزشکارانو ګډون د چین هیواد په هانګژو ښار کي په داسي مهمو نړیوالو لوبو کي به نور افغان ورزشکاران، چي د مختلفو تبلیغاتو د تاثیر له امله یې خپل وطن پري ایښۍ او مهاجر سوي، دې ته وهڅه وي چي خپل هیواد ته راستانه ، او خپل ورزش ته د سولې، امن او ورور ګلوی په فضا کي ادامه ور کړي او خپل وطن ته په مختلفو نړیوالو سیالیو کي د لاسته را وړنو ډک افتخارات راوړی.
د آسیا هیوادو نړویوالو سیالیو او نورو نړیوالو لوبو چي د نړۍ په مختلفو هیوادو کي تر سره کیږی، دافغان ورزشکارانو ګډون به پورتنې ګټې ولري، او ورزش به د نړیوالو او افغان حکومت تر منځ د یو ښه او موثر ارتباطي پل په توګه وکارول سي، اوموږ کولای سو چي د ورزش له لاري خپل کلتور، عنعنات او فرهنګ د نړۍ سره شریک اوپر مټ یې مثبتې اړیکې ورغوو.
کابل افغانستان
26سپتامبر 2023