د اذربایجان په قره باغ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شؤي

د ارمنستان آرمن پریس له قوله د اذربایجان تر ولکې لاندې قره باغ سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او تر ۲۹۰ تنه نور زخمیان خبر ورکړل شؤي دي. زخمیان نږدې روغتونو ته انتقال شؤي او د زیاترو وضعیت وخیم ښودل شؤي. اټکل کیږي چې د مړو شمېر له پورته ذکر شؤي ارقامو څخه هم ډېر زیات شي.

رویټرز خبري اژانس هم په یوه خبر کې لیکلي چې نن سې شنبه د قره باغ د تیلو په یوه مرکز کې د چاودنې او اورلګیدنې په نتیجه کې تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شؤي دي.

قره باغ هغه سیمه ده چې د اذربایجان او ارمنستان د وروستیو کشمکشو په نتیجه کې اکثره اوسېدونکې له خپلو سیمو څخه کوچېدو ته اړ شؤي او سیمه له یؤه ورځنې سختې جګړې وروسته اوس په بشپړه توګه د اذري ځواکونو تر نظامي کنټرول لاندې ده. سیمه د هر ډؤل عمومي تګ راتګ په مخ بنده او خلک د خوراکې توګو او غذایي موادو له قلت سره مخ دي.

د یادې سیمې اکثره اوسېدونکې ارمنیان دي او د وروستیو ناقراریو په نتیجه کې ډېرۍ خلک ارمنستان هیواد ته مهاجر شؤي دي.

۱۴۰۲/۷/۴

۲۶/۹/۲۰۲۳

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button