Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

تعامل که تقابل

خط اول
معاصره نړۍ پر تقابلونو او رقابتونو ولاړه ده. خو دا رقابتونه په هېڅ دلیل ډګر ته نه راوځي او نه هم سیال هیوادونه یو بل، تن په تن جګړې ته رابولي. لوی قوتونه درېیم هیوادونه د ازمېښت او له یوه بل سره د زور ښوولو او د سیالۍ په خاطر ټاکي. دوی حتی نه غواړي چې حتی خپل یوه نوک ته یې هم زیان ورسیږي ؛ خو د هماغه هیواد له وګړو پکې کله منارونه جوړیږي.
مانا چې اوس د سیالۍ وخت دی. دا سیالي نه په تورو کیږي، نه په اسونو اونه… بلکې معاصره نړۍله یوه بل سره په ټکنالوژیک، ساینسي او نورو ډګرونو کې سیالي کوي او هر هیواد کوښښ کوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ په مټ پر بروبحر او فضا واکمن شي. د نن سبا نړۍ د ملي ګټو د تعینولو او سرمشق ګرځولو نړۍ ده. هېڅوک د خدای لپاره نه چا ته دوې افغانۍ ورکوي او نه هم ورسره یوه خبره. که یو هیواد پوه شو چې ملي ګټې یې په خطر کې دي او ځمکنۍ جغرافیې او فضا ته یې خطر دی، له هر څه پرې تیریږي. هو. د لومړۍ نړیوالې جګړې پېښېدل او ښکېلېدل د همدغوو ساینسي رقابتونو نتیجه وه. دا دې هم یاده دې شي چې هېڅ هیواد نه غواړي چې له ګاونډ، سیمې او نړۍ له کوم هیواد سره خوله ترخه کړي.
افغان دولت ته هم ښایي چې له تقابل لاس په سر او د تعامل لار خپله کړي. خپل ولس ته غاړې وتل، له خپلو ګاونډیو سره مثبت تعامل، د سیمې له هیوادونو سره نه‌دوښمني او…
د اسلامي امارت په راتګ سره د تاشکند او کابل اړیکې خورا ښې شوي. افغان دولت کولی شي چې تاشکند د یوه ښه دوست ګاونډي هیواد په سترګه قبول کړي. تازه ویل شوي چې ازبکستان د افغانستان له کرنې وزارت سره په افغانستان کې د معاصرې بڼوالۍ او اوبو لګونې په برخه کې همکاري کوي. تر دې وړاندې هم دغه هیواد له افغان دولت سره په لسګونو اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وو. همداشان په هغه هیواد کې د افغان پانګوالو او سوداګرو ګڼ اقتصادي نندارتونونه پر لار واچول او افغاني توکي ته یې په بازارموندنه کې مثبت رول ولوباوه.
له دې ورهاخوا تازه د ازبکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسیا د هیوادونو په اقتصادي کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه شلېدونکې او نه بېلېدونکي برخه ده او په داسې غونډو کې یې د افغانستان رول مهم یاد کړ.
له دې او نورو ښکاري چې ازبکستان د افغانستان نږدې ګاونډي هیواد دی. د اقتصاد وزرات وړاندې ویلي و چې له هغه هیواد سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه لوړه کړې ده. له دې ترمخه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ایران هیواد ته په یوه سفر تللی و چې په ترڅ کې یې له تهران سره لسګونه اقتصادي تړونونه لاسلیک او په ډکو منګولو هیواد ته راستون شو. له چین سره د اقتصادي کواریډور خلاصون او… له ګانډيو سره مثبت تعامل مو کولی شي چې له اقتصادي انحصاره وژغوري او د یوه ودان او په خپلو پښو ولاړ افغانستان درولودونکي واوسو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button