Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

هندوستان دې افغان ولس سره خپله مینه او دوستي په عمل کې ثابته کړي

رحمت الله فیضان

هندوستان او افغانستان  د تاریخي، فرهنګي او اجتماعي مشترکاتو په درلودو سره دوه تاریخي ګاونډیان پاته شوي دي.  د دې دواړو هیوادونو ترمنځ روابط د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې کله خواږه او کله ترخه ثبت شوي دي. له هغه وروسته چې هند او افغانستان له  انګلستان څخه خپلې خپلواکې ترلاسه کړې، د دې دواړو هیوادونو ترمنځ روابط د غوړېدو لور ته روان شول، خصوصا له ۱۹۸۰ کال را په دیخوا هند مستقیما افغانستان ته خپل لاسونه را اوږده کړل.

په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد تر حمایې لاندي حکومتونو ملاتړ وکړ، د داخلي جګړو پر مهال یې د طالبانو پر ضد د طالبانو د مخالفو ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړه او له امریکا سره یې د اسلامي امارت د سقوط په برخه کې غوښنه مرسته وکړه او د امریکا تر سقوط پوري یې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو ملاتړ وکړ.

رحمت الله فیضان، لیکوال

که څه هم هند د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د افغانستان د بي ثباته کولو هڅه کړې، خو له دې سره سره یې ځینې د خیر کارونه هم تر سره کړي دي لکه د هند افغانستان ترمنځ د تجارتي تسهیلاتو په برخه کې د هوایې دهلیزنو ایجادول، په هرات ولایت کې د سلما بند چاري بشپړول، د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول، د زرنج او دل آرم ترمنځ د سرک جوړول، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ ترمیم، کابل ته څیرمه د شاتوت بند جوړول، په جلال آباد کې د مهاجرینو لپاره د څلور زره کورونو جوړول؛ همدا راز په روغتیايي او تعلیمي برخو کې  مرستي یې د ستایني وړ دي او افغانان  یې قدر کوي.

په افغانستان کې د هند لاسوهنې او له دې هیواد سره مرستي څه لله في الله هم نه وې، د هند په بهرني سیاست کې د هندوانو لپاره د افغانستان اهمیت په دې کې و چې دوی وکړای شي د افغانستان له لارې د خپل اصلي سیال په توګه د پاکستان د سیاستونو مخه ډب کړي او له بلې خوا د منځنۍ اسیا اقتصادي بازارونو ته ځان ورسوي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له هغه وروسته چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ماته وخوړه او یو ځل بیا اسلامي امارت راوګرځید، د ګاونډیانو، سیمي او نړۍ هیوادونو په اړه د افغانستان د بهرني سیاست نقشې  ۱۸۰ درجې تغیر وکړ، اسلامي امارت خپل سیاست دا ډول اعلان کړ: په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته امن راغلی دی، ټول افغانان پر یوه ټغر راټول شوي، جنګ جګړه پای ته رسیدلې، د دې وخت رارسیدلی چې په هیواد کې اقتصادي فعالیتونه ترسره شي، نړیوال دې زموږ له متوازن اقتصاد محوره سیاسي پالیسۍ څخه ګټه واخلي، افغانستان به نور د جګړو او آخ ډب مرکز نه وي، دلته به نور د چا په ګټه او زیان جګړه نه کیږي، نور به افغانستان د اتصال، اقتصاد او مفاهمې مرکز وي، موږ د سیمې له هیوادونو، ګاونډيو هیوادونو، اروپايي هیوادونو همدا راز له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو‌.

د اسلامي امارت په دې مجمله اعلامیه کې د هند او پاکستان لپاره هم څرګند پیغام پروت دی. هغه دا چې نه هند کولای شي له افغانستان څخه د پاکستان پر خلاف ګټه واخلي او نه هم پاکستان ته اجازه ورکوي چې له افغانستان څخه د هند ګټي وننګوي. هو دغه دوه هیوادونه کولای شي چې له افغانستان څخه د یو دریمګړي مصلح او د مفاهمې د مرکز او د اقتصادي ګټو د اتصال د مرکز په توګه کار واخلي.

ممکن د افغان حکومت دا ډول پالیسي او سیاست به د هندوستان په مزاج برابره نه وي خو افغان حکومت ته د خپل هیواد او ولس ګټي اهمیت لري. افغانستان د متوازن او بي طرفه سیاست په رڼا کې ټولي نړۍ خصوصا هندوستان ته چې د افغانستان تاریخي ګاونډی پاته شوی او تل یې له افغان ولس سره د دوستی تیږه پر سینه ډبولې خپله غیږ پرانیزي، تېر په هېر ګڼي او یو ځل بیا بلنه ورکوي چې د افغانستان له اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي څخه دې ګټه پورته کړي، د افغانستان له حکومت سره دې خپل تعامل ته وده او پراختیا ورکړي، د افغان ولس لپاره دې خپلي نیمګړې پروژې بیرته له سره پیل او بشپړې کړي؛ د دې ترڅنګ دې خپلې کنسلي چارې د هیواد په مرکز او ولایاتو کې له سره  بېرته پیل کړي تر څو افغانان وتوانیږي د درملنې او تجارت لپاره هند ته سفر وکړي او هندي ولس وتوانیږي چې د تجارت او سیاحت لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

نن د ډاډمن امنیت په فضا کې تر بل هر وخت افغانستان د سیاحت او توریزم لپاره مناسب ځای دی. هندي سیاحینو ته بلنه ورکوو چې د دې ډاډمني امنیتي فضا په غیږ کې د افغانستان له ښکلې هوا او جنتي طبیعي مناظرو خوند واخلي .

د هند حکومت ته هم مشوره ورکوو چې د افغاني او هندي ولس د روابطو ترمنځ دې حایل نه واقع کیږي، دا دوست ولسونه دې له یو بله نه سره بیلوي او له افغان ولس سره دې خپله مینه او دوستي په عمل کې ثابته کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button