افغان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست

عزم(سه شنبه، د مرغومي پینځمه، ۱۴۰۲): افغان کرکټ بورډ په یوه تازه پرېکړه کې ویلي چې له دریو افغان لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن څخه د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد اخیستی او همداشان به دوه کاله په بهرنیو لیګونو کې د ګډون اجازه نه لري.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده
کرېکټ بورډ وايي، دغو لوبغاړو د ملي لوبو پر ځای شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړی؛ نو له همدې کبله يې مرکزي قراردادونه ځنډوو او تر راتلونکو دوو کلونو پورې بهرنيو ليګونو کې د ګډون اجازه هم نه لري.
د کرېکټ بورډ دې پرېکړې ته يادو لوبغاړو لا تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په خواله رسنیو کې د کرکټ ګڼو مینوالو دې پرېکړې ته مثبت او منفي نظرونه ښودلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!